يو شمېر نړيوالو رسنیو د افغانستان په اړه مقالې خپرې کړې دي.
- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د سولې او په هېواد کې د زياتېدونکي تاوتریخوالي په اړه ليکلي دي.
د مقالې ليکوال وايي، د افغانستان د سولې خبرې د سې شنبې په ورځ هغه مهال له ناهيلۍ سره مخامخ شوې چې افغان چارواکو طالب مشرانو ته د ترديد پيغامونه ورکړل.
په مقاله کې راغلي چې دا پيغامونه وروسته له هغه خپاره شول چې په پلازمېنه کابل کې وسلهوالو سخت دريځو حملې وکړې او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وويل، له طالبانو سره د سولې مذاکرات نهکوي.
ورځپاڼې د ولسمشر غني خبرو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې د دغو حملو د قربانيانو بدل به اخلي.
ښاغلي غني همداراز وويل، د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې د افغانانو ولسمشر نهتسليمېږي.
واشنګټن پوسټ لیکلي:
د ټرمپ پالېسي دا وه چې د امريکا پوځ د افغانستان د ځواکونو روزنه زیاته کړي او د هغوی ظرفيتونه لوړ کړي، څو طالبان اړ کړي د مذاکراتو مېز ته کېني او ۱۶ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.
خو د لیکوال په باور، ويل کېږي چې دا هدف ښايي کمزوری شي او د نظامي بريا پر لور تغيیر وکړي.
د افغانستان د جګړې د معلوماتو په اړه د امریکا پرېکړې ته هم یو شمېر رسنيو کتلي دي.
- فارن پالېسي
فارن پالېسي خپرونې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، "د ټرمپ تر وينا مخکې، د افغانستان له جبهې بد خبرونه!"
په مقاله کې راغلي چې د افغانستان حکومتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د جګړې د تغيیر په خاطر له ننګونو سره مخامخ دي او امریکا هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې د جګړې د پرمختګ په اړه د معلوماتو مخه ونيسي.
د خپرونې په وینا، د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړي پلټونکي اداره يا سيګار دې خبرې نا ارامه کړې ده.
دا ځکه چې ټاکل شوې وه دغه سرپلټونکی په افغانستان کې د نظامي عملیاتو په اړه معلومات خپاره کړي چې هېواد يې پهکې ۱۵ زره سرتېري لري او د بمباریو د زياتېدو خبر يې تأييد کړی دی.
سيګار په خپل نوي راپور کې د جګړې د څرنګوالي په اړه ليکلي چې د امریکا پوځ له دې ادارې غوښتي چې هغه معلومات خپاره نهکړي چې د افغانستان څومره ځمکه د سخت دريځو په لاس کې ده.
د خپرونې په وينا، که څه هم دغه محرم اعلان شوي معلومات پټ نهدي او مخکې هم خپاره شوي دي، خو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د سې شنبې په ورځ وويل چې دغو معلوماتو ته په تېروتنه په محرمو معلوماتو کې ځای ورکړل شوی دی.