د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ کب ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۸

یوه روسۍ الوتکه د یوې امریکایي الوتکې مخ ته ډېره نږدې تېره شوې


متحده ایالات وايي چې د روسیې یوه جنګي جټ الوتکه پرون د تورې بحیرې په فضا کې د امریکا یوې سمندري کشفي الوتکې ته په ډېرې بې‌احتیاطۍ حتی د یو نیم متر په واټن نږدې او له مخې یې تېره شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته په یوه بیان کې پر روسیې غږ وکړ چې دا ډول ناامنه اقدامات چې د ناسمې محاسبې امکان په‌کې شته، د دواړو خواوو پیلوټان له خطر سره مخامخ کوي او په فضا کې د الوتکو د ټکر باعث کېدای شي، بند کړي.

پرون له دې مخکې د امریکا سمندري ځواکونو وویل چې د تورې بحیرې پر سر په نړیوال فضايي قلمرو کې د امریکا یوې کشفي الوتکې خپل مأموریت نیمګړی پرېښود.

د روسیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روسیې سو ۲۷ جټ الوتکې امریکایۍ الوتکه وپېژندله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې روسیې د پېښې پر مهال ټول احتیاطي تدابیر نیولي وو، خو د امریکا سمندري ځواک ویلي چې روسۍ الوتکې باید د پېښو د مخنیوي او مصونيت د یقیني کولو لپاره د نړیوالو معیارونو په چوکاټ کې دننه چال چلند وکړي.

XS
SM
MD
LG