د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۲۸

د ډېرې واورې د ورېدو له امله د تهران او د مهراباد هوايي ډګرونه تړل شوي


د ایران د پلازمېنې تهران په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې په وروستیو کې ډېره واوره ورېدلې چې خلک‌یې هم له یو لړ ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په تهران کې پرون د امام خمیني نړیوال او د مهراباد ډګرونه د کمزوري دید له امله تر بل اعلان پورې تړل شوي وو.

د ایران دولتي ټلوېزیون د دې خبر تر څنګ دغه‌راز وویل چې د سختو واورو له امله د تهران په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ښوونځي تړل شوي او د هلال احمر خیریه ټولنې ډلو په سړکونو کې بند پاتې شویو کسانو ته خوراکي مواد رسول.

د ایران د لارو وزیر ویلي چې دی هیله‎مند دی چې نن دواړه هوایي ډګرونه بېرته فعالیت پیل کړي.

یو موټر چلوونکی چې د تهران په یوه سړک کې د واورو له امله بند پاتې و، ازادي راډیو ته په یوه استولي تصویري پیغام کې وضعیت داسې تشرېح کوي:

"له تېرې شپې نهو بجو راهیسې سختو واورو لویه لاره بنده کړې او تر هغو چې سترګې کار کوي، موټر لیدل کېږي. په خواشینۍ سره اوس چې د ورځې یوه بجه او لس دقیقې دي، مسؤلان نوي له خوبه راپاڅېدلي او د واورو د پاکېدو وسایل‌یې په کار اچولي دي."

محمد علي ابطحې چې د پخواني ولسمشر محمد خاتمي د مرستیال ولسمشر په توګه‌یې دنده ترسره کوله ټولنیزو رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دی له تهرانه ۱۵۰ کېلو متره لیرې قم ته په غځېدلې لویه لار کې له نورو په سلګونه موټرو سره په خپل موټر کې نهه ساعته بند پاتې دی.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د دې هېواد د سرې میاشتې د ټولنې د ویاند له قوله وویل چې ویلي یې دي، ۶ زره او ۶۰۰ کسان په بېړنۍ توګه په مؤقتي ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

په عین حال کې د ایران د وسله‎والو ځواکونو لوی درستیز جنرال حسین باقري ویلي چې دوی د لویو لارو په پرانیستلو کې مرستې ته چمتو دي.

د راپورونو له مخې د تهران په څو سیمو کې د واورو له امله برښنا قطع شوې ده.

د درنو واورو او د ونو د څانګو د ماتېدو له امله د برښنا مزي پرې شوي او همیې موټرو ته زیان رسولی.

د تهران ښاروال محمد علي نجفي له خلکو غوښتي چې د زیاتو زیانونو د مخنیوي لپاره دې د ښاروالۍ له کارکوونکو سره د ونو د څانګو په څنډلو کې مرسته وکړي.

که دغو واورو په ډېرو سیمو کې خلکو ته ستونزې راولاړې کړي، په تهران کې بیا یو شمېر یې په سندرو او نڅاوو هرکلی کوي.

د راپورونو له مخې د ایران په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې ډېره واوره ورېدلې چې په ځینو غرنیو سیمو کې یې لوړوالی تر یو مترو ۳۰ سانتي مترو پورې رسېږي.

د ایران د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي چې نن دوشنبه به هم په یو شمېر سیمو کې د واورو ورښت دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG