افغانستان
یاماموتو: کابل کې د حملې پلانونکې دې عدالت ته ودرول شي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازي تدامیچي یاماموتو ویلي، په کابل کې د پرونۍ حملې له پلانونکو او ترسره کونکو سره باید حساب وشي او عدالت ته ودرول شي.
د یوناما په خبرپاڼه کې د هغه له خولې لیکل شوي:
"د معتبرو رپوټونو پر اساس، په حمله کې له داسې موټره کار اخېستل شوی چې د امبولانس په ډول رنګ شوی و او د امبولانس ځانګړې علامه هم ور باندې لګېدلې وه چې په زغرده د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کار دی."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې تائید کړه چې حمله کوونکو د تلاشۍ له پوستو د تېرېدو لپاره چاودېدونکي مواد په یوه امبولانس موټر کې ځای پرځای کړي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سالنګ لویه لار د وړو موټر پرمخ پرانیستل شوه
د سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د حفظ او مراقبت د مسوولینو د هڅو په ترڅ کې یوه لیکه سړک پرانیستل شوی دی چې د سالنګ دواړو لوریو ته ولاړو مسافروړونکو موټرو ته اجازه ورکړل شوې ده چې حرکت وکړي.
حقشناس زیاته کړه چې د لارې د پاکیدو هڅې روانې دي چې سمه خلاصه شي او بیا ټولو موټرو ته د تیریدو امکانات برابر شي.
د ټولګټو چارو وزارت د ویاند په وینا که چیرته واوره او توفان ودریږي نو سبا به دا لویه لار په بشپړ ډول پرانیستل شي.
د سالنګ لویه لار د دوشنبې له ورځې راهیسې د درنې واورې او توفان له امله د ترافیک پرمخ بنده شوې وه.
قزاقستان وايي افغانستان ته یې ۲۶۰زره ټنه غنم صادر کړي
قزاقستان وايي، په وروستیو څه کم درو میاشتو کې یې افغانستان ته ۲۶۰ زره ټنه غنم صادر کړي دي.
قزاق چارواکو پرون (چهارشنبې) وویل چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له مياشتې څخه د ډسمبر تر ۱۹مې پورې یې افغانستان ته د غنمو صادرات ۳۶٫۸ سلنه زيات شوي، چې له ۱۹۰ زره ټنه څخه ۲۶۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.
د دوی په وينا، افغانستان لا هم د قزاقستان د غلې دانې د صادراتو لپاره يو مهم ترانزيتي لوری دی.
په ټوله کې، قزاقستان په همدې موده کې بېلابیلو هیوادونو ته ۳٫۹ ميليون ټنه غله صادره کړې، حال دا چې په ۲۰۲۴ کال کې دا اندازه ۳٫۴ ميليون ټنه وه.
دا مهال قزاقستان د نړۍ ۴۵ هېوادونو ته غله صادروي.
د قزاقستان د کرنې وزير، ايداربيک ساپاروف، ويلي چې د دغه هېواد د غلې دانې د صادراتو مجموعي ظرفيت شاوخوا ۱۳ ميليونه ټنه دی.
د واورو د اورېدو له کبله د هرات- تورغونډۍ لاره بنده شوه
د هرات–تورغونډۍ لویه لاره پرون (چهارشنبې) د واورې اورېدو او د سړک د ښویېدو له امله د باروړونکو او درنو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
تورغونډۍ له ترکمنستان سره د افغانستان د راکړې ورکړې مهم سرحدي بندر دی.
په هرات کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه ويلي چې د دې لویې لارې په بقرچر سیمه کې سړک ښویېدلی دی.
طالبانو زياته کړې چې يوازې چټک مسافروړونکي موټر کولی شي د چاینونو په کارولو سره په دې لارې تګ راتګ وکړي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې د باروړونکو او درنو موټرو له چلوونکو غوښتنه شوې چې تر بلې خبریتا پورې په دې لاره تګ راتګ ونه کړي.
له تېرو څو ورځو راهیسي د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې واورې او بارانونه اوري.
د ورښتونو له کبله په ځینو سیمو په تېره بیا فراه ولایت کې سېلونه هم جاري شوي چې د سرومال تاوانونه یې اړولي دي.
د سویس د همکارۍ سازمان استازي له طالب چارواکو سره د بندیانو د حقونو په اړه خبرې وکړې
په افغانستان کې د سویس د همکارۍ سازمان استازي، د طالبانو د محبسونو د چارو ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو له مرستیال سره په کتنه کې د بندیانو د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د رعایت او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
یادې ادارې پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د محابسو د پالیسۍ مرستیال ادعا کړې چې زندانونه په «اصلاحي او تعلیمي» مرکزونو بدل شوي او بندیانو ته د دیني، عصري او مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
په همدې حال کې، د طالبانو د محبسونو اداره وايي چې د سویس د همکارۍ سازمان څخه یې غوښتنه کړې چې د بندیانو د خوړو د ښهوالي، د روغتیايي تجهیزاتو د برابرولو، د درملنې د مرکزونو د جوړولو، د متخصصو ډاکټرانو د ګمارلو، د ښځینه بندیانو لپاره د ورزشي اسانتیاوو د برابرولو او همدارنګه په زندانونو کې د لمریزې برېښنا د سیستمونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د سویس د همکارۍ سازمان استازي اریک مارکله، ژمنه کړې چې دا غوښتنې به وڅېړي.
تر اوسه د سویس د همکارۍ سازمان په رسمي ډول د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.
د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د روسیې او تاجیکستان ولسمشرانو د دوهاړخیزو همکاریو، سیمهییزو مسایلو او د افغانستان د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
کرملین ماڼۍ پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان په ټلیفوني خبرو کې د سیمې پر موضوعاتو او امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د خپلو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت او اتحاد د لا پیاوړتیا لپاره پر متقابلې ژمنتیا هم ټینګار کړی دی.
که څه هم په خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د خبرو جزییاتو ته اشاره نه ده شوې، خو ویل کېږي چې د ټلیفوني تماس اصلي محور د افغانستان وضعیت او د سیمې لپاره د هغه امنیتي پایلې وې.
دا خبرې په داسې حال کې شوې دي چې تاجیکستان په دې وروستیو کې د افغانستان له خاورې د ناامنۍ د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتو یوشمیر مرستې د پاکستان لورته په تورخم کې د لارې پرانیستو ته انتظار دي
د پاکستان د ګمرک چارواکي وایي، نن د خوړو نړیوالې ادارې له لورې شاوخوا نهه موټر تورخم ته رسیدلي دي او د اداري کارونو له خلاصیدو وروسته به اجازه ورکړي چې د افغانستان لور ته واوړي.
په دې موټرو کې خوراکي مواد بار دي.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي صدیق اکبر نن( د ډسمبر ۳۱ مه) د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوالې ادارې له لورې دوی ته ویل شوې دي چې تر هغو دا موټر مه پریږدئ چې د افغانستان د لورې اجازه یې نه وي ترلاسه کړې.
د افغان طالبانو له لورې تر اوسه د دې موټرو د ورپریښودو په اړه څه نه دې ویل شوي.
پاکستان په اکتوبر کې له افغانستان سره تر جګړې وروسته دا لارې بندې کړې، بیا افغان طالبانو وویل چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغو بندې وي چې اسلام اباد بشپړ تضمین نه وي ورکړی چې دا لارې به بیا د سیاسي شخړو له امله نه تړي.
د کرکټ نړیوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ نن د نړیوال جام لپاره د راشد خان په مشرۍ لوبډله اعلان کړه.
په دې لوبډله کې عبداله احمدزی او اسحاق رحیمي هغه څیرې دي چې په ملي لوبډله کې ډير کله نه دې لوبیدلي.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام د فبرروي په اوومه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شي او یوه میاشت دوام وکړي.
په دې جام کې د نړۍ شل لوبډلې په څلورو ګروپونو کې لوبیږي، له افغانستان سره په ګروپ کې نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، متحده عربي امارات او کاناډا یوځای شوې دي.
نړیوال جام ته د تیاریو په لړ کې به افغان لوبډله د جنوري له شلمې وروسته له ویسټ اینډیز لوبډلې سره د شل اورونو درې لوبې وکړي.
په فراه کې لسګونه کسان ژغورل شوي
د فراه په سیلونو کې یوشمیر ایسار کسان ژغورل شوې دي.
په فراه کې د طالبانو چارواکو نن وویل چې د مرکز په قرغ زرد او دزدک سیمو کې یې شاوخوا دوسوه کسان ژغورلي او خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.
د فراه په ولایت کې د سې شنبې په شپه د سیلونو له امله د یوه کس د مړینې، د څلورو نورو د ټپي کیدو او خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو خبرونه خپاره شوې وو.
د سیلونو له امله د فراه په لرې پرتو سیمو کې هم د سر او مال د زیان د اوښتو خبرونه خپاره شوې دي خو تر اوسه له رسنیو سره دقیقې شمیرې نه دې شریکې شوي.
د بریتانیا په یوه روغتون کې له برید وروسته یو افغان نیول شوی
د بریتانیا پولیس د یوه شل کلن افغان د نیولو خبر ورکوي او وایي چې د بریتانیا په شمال لویدیځ کې یې د (نیوټن لي ویلوز) په روغتون کې سې شنبې ناوخته د اورسپنې پر یوې الې پنځه کسان برسیرن ټپيان کړې دي.
پولیسو ویلي دي چې مشکوک کس روغتون ته له ډاکټر سره د لیدو لپاره تللی و خو کله چې یې غوښتنه رد شوه په قهر شو، یو میز یې مات کړ بیا پر خلکو حمله وکړه.
په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو چارواکو ۹۹ بهرني سفرونه کړي
د طالبانو ویاند وایي، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د دوی د حکومت او نړیوالو اړیکي پراخ شوي دي.
ذبیح الله مجاهد نن د دوه زره پنځه ویشتم کال په وروستۍ ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د دې کال په ترڅ کې روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپیژانده او د دوی د کابینې غړیو د ریاست الوزرا د مرستیالانو په شمول نهه نوي بهرني سفرونه کړې دي چې د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا سبب شوې دي.
د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې چې کابل یې نیولی دی، له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو د ټینګیدو هڅې کړې دي، خو نړیوالو د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او پر دوی انتقاد کوي چې بشري حقونه، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقوق یې نه دې ورکړي. طالبان بیا دا خبره ردوي او ټینګار کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې دا حقوق رعایت کړې دي.