د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۶ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۸

د فراه نوی امنیه قوماندان: د "ډلو او ګروپونو" ګټو ته به کار نه‎کوم


د فراه نوي امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد له خلکو سره ژمنه کړې چې د "ډلو او ګروپونو" ګټو ته به کار نه‎کوي او لږ تر لږه د ولایت د مرکزي سیمو امنیت به ښه کړي.

فضل احمد شېرزاد پرون شنبه خبریالانو ته وویل:

"د فراه ولایت غریبو ولسونو ته به امن راولو، سوکالي به راوړو، دا زما تعهد دی."

د ازادي راډیو خبریال وايي، د فراه خلک د جنايي جرمونو د زیاتوالي او د امنیت د خرابېدو له امله اندېښنه لري.

د فراه نوی امنیه قوماندان د خلکو د زیات اعتراض او د والي تر استعفا وروسته په دنده وګومارل شو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، نوی امنیه قوماندان ته په فراه کې د خیالي پولیسو د مسئلې د حل او جنايي جرمونو د کمولو ځانګړې سپارښتنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG