د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۱۰

قزاقستان کې ۳ موټر چلوونکي نیول شوي


د قزاقستان د څارنوالۍ دفتر پرون پنجشنبه وويل، د هغه بس موټر درې تنه چلوونکي يې نيولي چې تېره اوونۍ په کې د اور تر بلېدو وروسته ٥٢ ازبک وګړي مړه شول.

د څارنوالۍ په اعلاميه کې ويل شوي، دغه موټر چلوونکي چې د قزاقستان اتباع دي، په موټر کې د اور وژنې د خونديتوب له اصولو په سرغړونه تورن شوي دي.

د اعلاميې په حواله، ۸ ورځې مخکې په بس کې د خونړۍ اورلګېدنې علت د پخلي په ګرځنده ډبه کې اور لګېدل و چې د موټر د تودېدو لپاره ورڅخه استفاده کېدله.

دغه بس د روسيې سماره ښار ته روان و، د قزاقستان په شمال لوېديځ اقتو په سيمه کې دغه پېښه په کې وشوه.

د پېښې د څېړنې لپاره قزاقستان او ازبکستان دواړو د تحقيق لپاره دوه دولتي کمېسيونونه وګمارل.

له ازبکستان څخه زيات وګړي، د قزاقستان له لارې روسيې ته د کار لپاره ځي.

XS
SM
MD
LG