د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۰۷

چارواکي: طالبانو په پکتیکا کې ۲۹ ښوونځي تړلي


د پکتيکا چارواکي وايي، په دغه ولايت کې وسله والو طالبانو د زده کوونکو پرمخ د ٢٩ ښوونځيو دروازې تړلې دي.

د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز پرون پنجشنبه ازادي راډيو ته وويل، دغه ٢٩ تړلي ښوونځي ټول په ډيله خوشامند ولسوالۍ کې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه چې په ډيله خوشامند ولسوالۍ کې اوس هم ٢٩ ښوونځي بند پاتې دي، وسله وال طالبان خلکو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي فعال کړي، موږ د سيمې له خلکو سره هم خبرې کړي، خو له بده مرغه چې د سيمې د خلکو علاقه هم په دې برخه کې کمرنګه ده."

د والي وياند وايي چې ولايتي اداره له يوه کال راهيسې توانېدلې چې په برمل، خيرکوټ او نورو ولسواليو کې د خلکو په مرسته ځيني تړلي ښوونځي بېرته پرانېزي.

د پکتيکا د چارواکو په خبره، په دغه ولايت کې شااوخوا يولک او ۴۰ زره زده کوونکي دا مهال ښوونځيو ته ځي.

XS
SM
MD
LG