په سویس کې د ۴۸مې نړیوالې اقتصادي غونډې په دوهمه ورځ اروپایي مشرانو پر دې ټینګار وکړ چې اروپایان باید خپلې ستونزې په خپلو کې هوارې کړي.
پر دې غونډې د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر دې شعار سیورۍ غوړولی چې وایي، "امریکا تر هرڅه مخکې!"
د سویس په داووس ښار کې نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۵» د نړیوالې اقتصادي غونډې درېیمه ده.
په دې غونډه کې تر ۳۰۰۰ ډېرو کسانو برخه اخېستې ده چې په دوی کې د نړۍ د ۷۰ هېوادونو مشران او د ۴۵ نړیوالو مؤسسې استازې دي.
پرون چهارشنبې «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» دې غونډې ته د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل وویل چې پهکار ده چې اروپا تر دې وروسته د امریکا پر ځای پر ځان اتکا زیاته کړي:
"په حقیقت کې اروپا د بهرنۍ تګلارې له پلوه ډېره فعاله نهده او ډېر کله یې پر متحد ایالتونو تکیه کړې، اوس غواړي چې پر ځان تمرکز وکړي، دا مو دې نتیجې ته بیایي چې موږ دې ته اړتیا پیدا کوو چې ډېر مسؤلیت ومنو. موږ باید خپل تقدیر په خپل لاس کې واخلو نو ګډه دفاعي تګلاره مو جوړه کړې، د کډوالو په برخه کې ګډې هڅې پهکار دي حتی که د اروپایي ټولنې دننه هم په دې برخه کې ډېر اختلافات وي."
اروپایي ټولنې ته د کډوالو د تګ مسئله د ایټالیا صدراعظم هم یاده کړه، خو پائولو جنټیلوني وویل چې د اروپایي ټولنې لپاره په درېیو سترو ستونزو کې یوه همدا د مهاجرو موضوع وه.
نوموړی وايي:
"د راتلونکي کال په ترڅ کې موږ د اروپایي ټولنې د نقش بې سارۍ فرصت لرو. سخت کلونه د بریتانیا بهر کېدل وو، اقتصادي بحران وو، د کډوالو راتګ وو، د دغو درېیو عناصرو توپان سره نېژدې وو او دا کلونه اوس موږ شاته پرې ایښې دي."
د نړیوالې اقتصادي غونډې ترڅنګ تمه ده چې نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۵» د امریکا ولسمشر له یو شمېر مشرانو سره وګوري او ډونالډ ټرمپ به سبا «جمعه ۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۶» ته په دې غونډه کې وینا وکړي.
د سپینې ماڼۍ اقتصادي سلاکار ګاري کوان «Gary Cohn» ویلي دي چې ټرمپ به په خپله وینا کې نړیوال وهڅوي چې په متحد ایالتونو کې پانګونه وکړي.
کوان زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ به پر دې ټینګار وکړي چې په نړۍ کې سالم اقتصادي رقابت رامنځته شي.