د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر به له خپل فرانسوي سیال سره پر ایران وغږېږي


د امريکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن به د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» په پاريس کې له خپل فرانسوي سيال ژان-ایو لو دریان سره وويني.

د دوی خبرې به د ايران پر موضوع متمرکزې وي.

رکس ټېلرسن د يوې اوونۍ لپاره اروپا ته سفر کړی.

د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» ټېلرسن د بریتانيا له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

ده ويلي چې د تهران پر وړاندې یې د سرغړونې په صورت کې د محدوديتونو د زیاتولو په خاطر د اروپايانو ملاتړ ترلاسه کړی، خو دا کار به د ايران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ له اټمي موافقې څخه د امریکا د وتلو مخه ونيسي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امريکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

په همدې حال کې په بروکسل کې ژان-ایو لو دریان پر تهران تور پورې کړی چې د ملګرو ملتونو د هغو قوانينو درناوی نه‎کوي چې له تهرانه غواړي د اټمي سروکو لېږوونکو بالیسټیک توغندیو پر جوړولو دې کار نه‎کوي.

د روانې مياشتې په لومړيو کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وويل، غواړي له خپلو اروپايي متحدانو او کانګرس سره کار وکړي چې د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې ناسم ټکي بدل کړي.

ټرمپ خبرداری ورکړ چې که په راتلونکو څلورو مياشتو کې له ايران سره د اټمي موافقې شرايط تغیير نه‎شي، هېواد به‌یې له هغې موافقې ووځي چې له مخې يې د نړۍ قدرتونو د ايران د اټمي فعالیتونو د متحدېدو په بدل کې پر دغه هېواد اقتصادي بنديزونه کم کړل.

تهران ويلي، په اټمي موافقه کې هر ډول تغییر امکان نه‎لري او د موافقې نورو لورو، بریتانيا، فرانسې، چين، جرمني او روسیې هم د دې موافقې ملاتړ کړی دی.

د بریتانيا صدراعظمه ټرزا مې
د بریتانيا صدراعظمه ټرزا مې

خو په لندن کې د بریتانيا د صدراعظمې ټرزا مې، د ملي امنيت سلاکار مارک سېډوېل او د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون سره تر ليدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزير رکس ټېلرسن د دوشنبې په ورځ وويل، دوی توافق کړی چې د اټمي موافقې د نقص د سمولو لپاره به د متخصصينو یوه کاري ډله جوړه کړي.

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزير بورېس جانسون ويلي چې هېواد يې له خپلو متحدانو سره په دې اړه کار کولو ته ژمن دی.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې د بهرنیو چارو د وزيرانو په مياشتنۍ غونډه کې تر ګډون مخکې وویل چې په ياده غونډه کې به په يمن، لبنان او سوريه کې د ایران د فعاليتونو په اړه خبرې وشي چې دا فعاليتونه د ده په وينا بې‌ثباته کوونکي دي.

په همدې حال کې د جرمني حکومت له ايرانه وغوښتل چې د دې هېواد د توغنديو د پروګرام او په سیمه کې يې د فعاليتونو په اړه دې له اروپايي قدرتونو سره په خبرو کې ګډون وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماریا ادي‌بهر وويل چې جرمني، فرانسه او د اروپايي اتحاديې لوړپوړي چارواکي به د دغو اندېښنو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG