د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

ارزګان کې د فوټبال ټورنمنټ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېد


د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې تېره ورځ ناوخته د فوټبال ۱۰ ورځنی ټورنمنټ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.

په دغه ولایت کې د فوټبال فدراسیون مسؤل میرزا محمد امیري ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ۱۰ ورځني ټورنمنټ کې ۱۵ لوبډلو برخه اخیستې وه چې اتفاق
لوبدلې لومړی، توري اتلانو دوهم او میوند لوبډلې په‎کې درېیم مقام خپل کړی.

نوموړی وايي چې دغه ټورنمنټ د قومي مشر ملک محمد طاوس محمدي په مالي مرسته جوړ شوی وو چې هدف‌يې د ځوانانو یووالی او له نشه‎یي توکو څخه مخنیوی وو.

په ورته وخت کې هغه لوبغاړو چې په دغو لوبو کې يې ګډون کړی وو هم ډېر خوښ دي او وايي، روانو جګړو زیات شمېر بې‎کاره ځوانان په رواني ناروغیو اخته کړي او په خبره‌يې که دغه ډول نور ټورنمنټونه هم ترسره شي، نو دغه ځوانان به له رواني ناروغیو په امان شي.

په دې اړه بشپړ راپور د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په دې راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG