د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وایي، متحده ایالات به له مهالوېش مخکې راتلونکی کال په بیتالمقدس کې خپل سفارت پرانیزي.
د اسرائیل پارلمان یا کنیسې ته نن پنس په وینا کې یو ځل بیا د خپل هېواد د هغې لانجمنې پرېکړې دفاع وکړه چې بیتالمقدسیې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه پېژندلی، هغه اقدام چې فلسطینیانو او نورو عربي ملاتړو یې په کلکه غندلی دی.
ښاغلي پنس وویل، اداره بهیې په راتلونکو اوونیو کې د دغه پلان پر پراختیایي چارو کار وکړي او د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پایه بهیې سفارت په بیتالمقدس کې پرانیستل شي.
مخکې ویل شوي وو چې دا به درې څلور کاله وخت ونیسي چې له تلابیب څخه بیتالمقدس ته د امریکا سفارت ولېږدول شي.
د امریکا مرستیال ولسمشر دغهراز له فلسطینیانو هم په کلکه وغوښتل چې د خبرو مېز ته بېرته وروګرځي او له اسرائیل سره د سولې خبرې چې له اوږدې مودې راهیسې په ټپه درېدلي، بېرته پیل کړي.
فلسطینیانو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دغې پرېکړې په وړاندې له قهره ډک اعتراض څرګند کړی او ویلي یې دي چې نور پر دې هېواد د سولې په خبرو کې د یوه منځګړي په توګه اعتماد نهلري.
فلسطیني ادارې دغهراز ویلي چې له دې وروسته د سولې هر هغه پلان چې د ټرمپ د ادارې لهخوا وړاندې کېږي، نهمني.
د امریکا مرستیال ولسمشر د اسرائیل پارلمان ته په وینا کې یو ځل بیا اسرائیل ته ډاډ ورکړ چې امریکا به هېڅکله هم د اسرائیلو د امنیت په اړه روغه جوړه ونهکړي.
د اسرائیل صدراعظم بینامین نتانیاهو د دوشنبې په ورځ د اسرائیل پارلمان ته په وینا کې د امریکا له مرستیال ولسمشر څخه مننه وکړه چې د ده په وینا، د حقیقت لپاره د اسرائیل تر شا درېدلی او په ملګرو ملتونو کې یې د اسرائیل ملاتړ کړی دی.
نتانیاهو وویل، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه به چې بیتالمقدسیې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلی، د اسرائیل په تاریخ کې د یوې مهمې پېښې په توګه ثبت شي.
د امریکا له مرستیال ولسمشر څخه اسرائیل تود هرکلی وکړ.
خو په لسګونه فلسطینیانو بیا د لوېدیځې غاړې په نابلوس ښار کې له اسرائیل څخه د پنس د کتنې په وړاندې مظاهره وکړه او د ټرمپ پر ضد یې شعارونه ورکول.
د اسرائیل په پارلمان کې هم د پنس له وینا مخکې د عربو د مهم ګوند غړي چې د هغه وینا یې مختل کوله، له سالونه وایستل شول.