د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۱۲

د اردن پاچا د بیت المقدس په اړه د امريکا پر پرېکړه اندېښنه ښودلې


د اردن پاچا دوهم شاه عبدالله د امريکا پر هغه پرېکړه اندېښنه وښوده چې بيت المقدس يې د اسرائيل د پلازمېنې په توګه اعلان کړى دى.

شاه عبدالله نن یکشنبه د امريکا له مرستيال ولسمشر مايک پنس سره په عمان کې د کتنې پر مهال وويل:

"زموږ په نظر بيت المقدس مسلمانانو، عيسويانو دغه راز يهودانو ته کليدي اهميت لري، دا د سيمې د سولې او داسې کيلي ده چې مسلمانانو ته ځواک ورکوي، څو په اغېزناک ډول د افراطيت ځيني علتونه له منځه يوسي."

مايک پينس وويل، د امريکا اداره د اسرائيل او فلسطينيانو ترمنځ د سولې د هڅو بيا پيلولو ته ژمنه ده او اردن ته د کليدي لوبغاړي په سترګه ګوري.

د امريکا مرستيال ولسمشر منځني ختيځ ته د څلور ورځني سفر په لړ کې نن یکشنبه اردن ته ورسېد.

دغه سفر يې پرون شنبه له مصر څخه پيل کړ او سبا دوشنبه به اسرائيل ته هم ځي.

په اسرائيل کې به ښاغلى پنس له صدراعظم بنيامين نتنياهو سره ګوري او د دغه هېواد پارلمان ته به وينا کوي.

تمه نه کېږي چې د امريکا مرستيال ولسمشر دې د دې سفر په لړ کې له فلسطيني چارواکو سره وګوري.

XS
SM
MD
LG