د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۴۴

امریکا له افغان حکومت سره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو یو تړون لاسلیک کړ


په کابل کې د افغانستان د ماليې وزارت او امریکا متحده ایالاتو د سفارت ترمنځ د ۱۰۰ میليونه ډالرو په ارزښت د نوي پراختیايي مشارکت تړون لاسلیک شو.

د افغانستان د ماليې وزیر او په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ترمنځ د ۱۰۰ میلونه ډالرو په ارزښت د نوي پراختیايي مشارکت تړون د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک شو.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د نوي پراختیايي مشارکت د تړون له مخې به د امریکا متحده ایالات هر کال افغانستان ته ۲۰۰ میليونه ډالر ورکوي چې د افغانستان د ملي بودجې له لارې به په يو شمېر زېربنايي پروژو لګول کېږي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

ښاغلي حکیمي وویل:

"نن موږ د ۱۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت د یوه تړون د لاسلیک شاهدان یوو چې اصلي هوکړه‌يې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې کله چې زموږ ولسمشر واشګنټن ته سفر لاره، دغه هوکړه د نوي پراختیايي مشارکت په نوم هلته لاسلیک شو چې له مخې یې هر کال ۲۰۰ میليونه ډالر د افغانستان بودجې ته راځي."

ښاغلي حکیمي وویل، کومې نړیوالې مرستې چې د افغانستان د ملي بودجې له لارې په مصرف رسېږي، ډېر مؤثر او خلکو ته‌يې ګټه ډېره ده.

نوموړي له نړیوالو مرسته کوونکو وغوښتل چې خپلې مرستې دې د افغانستان ملي بودجې ته ورکړي، څو په اغېزمن ډول په لګښت ورسېږي.

د افغانستان د ماليې وزارت د مسؤلینو په خبره، د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا شوې مرستې به لومړیتوبونو ته په کتو د ټرانسپورت، برښنا، پوهنې او په يو شمېر نورو بسټیزو برخو کې ولګول شي.

د دغه وزارت د مسؤلینو په خبره، د بروکسل په ناسته کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ۱۵،۲ میلیارده ډالرو د مرستې ژمنه کړې چې عمده برخه‌يې د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا تمويلېږي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان باس د دغه تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د حکومت او خلکو سره دومداره مرستو ته ژمن دي او د دوی حضور دلته د يوه سوله‌ییز افغانستان لپاره دی.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس
په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس

نوموړي زیاته کړه:

"د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د دې لپاره دي چې د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو سره مرسته وکړي، څو دلته خلک د سولې په فضا کې پرمختللی او هوسا ژوند ولري."

بل‌خوا د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا د دغه ۱۰۰ میليونه ډالرو د مرستې هرکلی کوي او له افغان حکومت څخه غواړي چې دغه پیسې په داسې ډول ولګوي چې د خلکو درد پرې دوا شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG