د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۱۱

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سوريې د عفرين پر بشري وضعيت بحث کوي


په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سوريې په عفرين سيمه کې پر بشري وضعيت بحث وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکيې پوځيان او جنګي الوتکې د هغو پوځي عملياتو رهبري کوي چې د دې سيمې په کرد مېشتو سيمو کې پيل شوي دي.

ډيپلوماتانو پرون یکشنبه وويل چې د امنيت شورا دا بحثونه چې فرانسې يې غوښتنه کړې ده، نن دوشنبه د تړلو دروازو تر شا د افغانستان پر وخت د شپې پر نهو بجو په پام کې دي.

په دې غونډه کې به د سوريې په ادلب ولايت او د غوطه په ختيځ کې د سوريې د حکومت پر پوځي کمپاين هم بحث وشي.

XS
SM
MD
LG