کندهار کې ۴۷۰ میليونه له کاره لوېدلې افغانۍ وسوځول شوې
افغانستان بانک له جنوبي ولایتونو راټول شوي د۴۷۰ میليونه افغانيو زاړه نوټونه وسوځول. د افغانستان بانک عمومي مرستيال محمد قسيم رحيمي د دغه بانک نوټونو د سوځولو پر مهال وويل چې په تېر یوه کال کې له جنوبي ولايتونو څخه يې شاوخوا ۴۷۰ میليونه افغانۍ زاړه نوټونه را ټول کړې وو. ویډیو: محمد صادق رښتینی ایډیټ: ابراهیم صافی