د کندز سیمه ییز چارواکي او خلک وايي چې د دغه ولایت له چهاردرې ولسوالۍ د وروستیو جګړو له کبله څه باندې ۲ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې دي.
دغه کورنۍ د کندز له چهاردرې ولسوالۍ د روانو پوځي عملیاتو له کبله بې ځایه شوي او اوس مهال د دې ولایت د مرکزي ښار په بېلابېلو سیمو کې د خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي.
د دغو بې ځایه شویو خلکو په وینا چې د روانو عملیاتو له کبله، د دوی هرڅه له منځه تللي او کورونه یې پر بمونو او توپونو وران شوي او یوازې دوی خپل ځانانونه د جګړې له ډګره ايستلي دي.
د چهاردرې ولسوالۍ دوتنو اوسېدونکو هر یو محمد حنیف او صلاح الدین له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې له دوی سره تراوسه پورې بشري مرستې نه دي شوي.
دوی وایي:
"زما کور یې بمبار کړی او ټول یې هوار کړی او اوس زه دومره توان نه لرم چې بېرته خپل کور جوړ کړم او دا څو ورځې کېږي چې د کندز ښار ته راغلی یم او د خپلوانو په کور کې ژوند کوم."
"موږ د دولت له دې کومکونو څخه تېر یوو، موږ دې خپل کلي او کور کې پرېږدي چې ارام ژوند وکړو، همدا اوس زموږ نیم کور په کلي کې په جنګ کې پاتې دی او نیم راوتلي یوو."
بل خوا د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي چې په تېرې یوې اوونۍ کې څه باندې ۲ زره کورنۍ له چهاردرې ولسوالۍ څخه بې ځایه شوې دي.
ښاغلی تیموري وايي چې اړوندو ارګانونو د بې ځایه شویو کورنیو سروې پیل کړې او ډېر ژر به پر دغو کورنیو بشري مرستې ووېشل شي.
نوموړي وویل:
"له چهاردرې ولسوالۍ تازه دوه زره کورنۍ بې ځایه شوي او اړوندو ارګانونو تراوسه پورې درې سوه کورنۍ سروې کړي او پاتې کورنۍ د خپلوانو په کورونو کې دي، موږ ته یې ادرس نه دی معلوم او ډېر ژر به پر دغو کورنیو بشري مرستي ووېشل شي."
بل خوا د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وايي چې په روان کال کې په دې ولایت کې د جګړو له کبله څه باندې ۱۵ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي او دوی د روان کال په ۹ میاشتو کې پر څه باندې ۸ زره کورنیو بشري مرستې وېشلې دي او لاهم دغه لړۍ دوام لري.
په دغه ولایت کې د پامير د شلمې فرقې چارواکي وايي چې له یوې اوونۍ راهیسې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف د "پامیر۱۷" په نوم تصفیوي
عملیات پیل کړي او په پایله کې یې ځینې سیمې هم د وسله والو مخالفینو له شتونه تصفیه کړي او لاهم عملیات په سیمه کې دوام لري.
راپور: اجمل ارین