د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۱۰

روسیه: امریکا دې د ډیپلوماټیکو محرمو معلوماتو له افشا کولو ډډه وکړي


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له متحدو ایالاتو څخه غوښتي دي چې د ډیپلوماټیکو محرمو معلوماتو له افشا کولو ډډه وکړي.

بزفیډ Buzzfeed انلاین خپرونې راپور ورکړی چې امریکايي بانکونو د متحدو ایالاتو د ولسمشرۍ د انتخاباتو په جریان کې او له هغه وروسته په واشنګټن کې د روسیې د سفارت د پیسو د راکړې ورکړې موارد په نښه کړي او د امریکا د قوانینو له مخې یې د هغو په اړه حکومت ته راپور ورکړی ځکه اندازه یې زیاته وه او مشکوک ښکارېدل.

کرېملېن پرون پر متحدایالاتو غږ وکړ چې د ډیپلوماټیکو ادارو د مالي فعالیتونو په اړه د محرمو معلوماتو خپرول بند کړي.

روسیه دا غوښتنه وروسته له هغه کوي چې بزفیډ راپور ورکړ چې څارنوالان د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه د تحقیقاتو په لړ کې په واشنګټن کې د روسیې د سفارت د مالي راکړې ورکړې په اړه څېړنې کوي.

د پیسو په دې راکړه ورکړه کې سیرګي کیسلیاک چې تر تېر کاله په واشنګټن کې د روسیې سفیر و او د ولسمشر ډونالد ټرمپ له ګڼ شمېر همکارانو سره یې له انتخاباتو مخکې او وروسته نېږدې اړیکې لرل په مستقیم یا غیر مستقم ډول دخیل بلل شوی.

د کیسلیاک په تماسونو کې تر ټولو لوی پخوانی مقام د ټرمپ د ملي امنیت لومړنی سلاکار مایکل فلین و.

مایک فلین
مایک فلین

فلین اعتراف کړی چې تېر کال په انتخاباتو کې د ټرمپ له بریا وروسته یې له کیسلیاک سره د خپلو ټلفوني تماسونو په اړه د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې FBI ته درواغ ویلي و.

د رسنیو په راپورونو کې همداراز ویل شوي دي چې د ټرمپ زوم جاریدکوشنر هم له پخواني ولسمشر بارک اوباما څخه ټرمپ ته د واک د انتقال پرمهال له کیسلیاک سره د مفاهمې لپاره د یوه پټ چینل د جوړولو هڅه کړې وه.

بزفیډ راپور ورکړی چې کیسلیاک د ټرمپ له انتخابېدو لس ورځې وروسته د تنخواه ګانو په نوم یوسل او شل زره ډالر ترلاسه کړل او دا ټرانسکشن هم د بانکونو له خوا مشکوک ګڼل شوی دی.

د بزفیډ راپور زیاتوي چې په جنوري میاشت کې د ټرمپ له لوړې پنځه ورځې وروسته یوه نامعلوم کس هڅه کړې وه چې د روسیې د سفارت له بانکي حساب څخه یولک او پنځوس زره ډالر وباسي خو دا هڅه د سفارت له خوا بلاک شوې وه.

په امریکا کې د روسیې پخوانی سفیر کیسلیاک.
په امریکا کې د روسیې پخوانی سفیر کیسلیاک.

کیسلیاک تېرکال وروسته له هغه روسیې ته ستون شو چې د ټرمپ له همکارانو سره د هغه د تماسونو فهرست خپور شو.

هغه د هغو کسانو په اړه چې ده ورسره تماسونه لرل تراوسه څه نه دي ویلي او د بزفیډ له خوا د سفارت د افشا شویو مالي معلوماتو په اړه یې هم تر دې دمه تبصره نه ده کړې.

مسکو د افشا شویو جزئیاتو په اړه په غبرګون کې دا معلومات نه دي رد کړي خو ویلي یې دي چې دا د دوی عادي بانکي راکړه ورکړه وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې همدا عادي او ورځنۍ راکړې ورکړې د بزفیډ په راپور کې مشکوکې بلل شوي.

مسکو د دې مسئلې پړه د امریکا پر حکومت اچولې چې ولې محرم معلومات رسنیو او عوامو ته افشا کوي.

XS
SM
MD
LG