د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په پلازمېنه اسلام اباد کې د ازادۍ راديو د مشال څانګې د دفتر د تړلو کېدو امر صادر کړى دى.
د پاکستان حکومت دا اعلان وروسته له هغې وکړ، چې د پاکستان استخباراتي ادارې يا اى، ايس، اى (ISI) د ازادۍ راډيو د مشال څانګه د پاکستان د حکومت پرخلاف په خپرونو تورنه کړه.
د کورنيو چارو وزارت په فرمان کې راغلي، چې مشال راډيو پاکستان د تروريستانو د امن ځاى په توګه معرفي کړى دى.
د دغه فرمان له مخې، د مشال راډيو په راپورونو کې پاکستان د يوه ماتې خوړلي نظام په توګه معرفي شوى، چې ګواکې د خپلو اقليتونو په خاص ډول پښتنو امن يې نه دى ټينګ کړى.
د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو عمومي رئيس توماس کينت د پاکستان د حکومت پر دغه اقدام سخته خواشيني ښوولې ده.
د ازادۍ راډيو مشال څانګه يو خصوصي نشراتي بنسټ دى چې د امريکا د کانګرس له خوا يې مالي ملاتړ کېږي.
دغه راډيو په قبايلي سيمو کې د ډيورنډ پر دواړه کرښه د مېشتو پښتنو لپاره خپرونې کوي.