د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

نیوزیلنډ پاکستان ته د کرکټ د ۵ یو ورځنیو سیالیو په سیریزه کې ۵ ـ ۰ماتې ورکړه


د نیوزیلنډ د کرکټ لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو په پینځمه لوبه کې هم د پاکستان کرکټ ټیم ته په ماتې ورکولو دغه سیریز له پاکستانه ۵ـ۰ وګاټه.

تر دې وړاندې د نیوزیلنډ کرکټ ټیم د پنځو یو ورځنیو کرکټ د سیریز په ۴ لوبو کې هم پاکستان ته ماتې ورکړې وه او لومړۍ لوبه یې په ۶۱ منډو، دویمه یې په ۸ ویکټو، درېیمه یې په ۱۸۳ منډو او په څلورمه لوبه کې په ۵ پنځو ویکټو ماتې ورکړې وه.

د نیوزیلنډ ټیم د جمعې په ورځ د نیوزیلنډ په وینګټن لوبغالي کې د دغه یو ورځنیو لوبو په وروستۍ لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه.

د نیوزلینډ کرکټ ټیم په دغه لوبه کې لومړی بېټینګ وکړ چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۷لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته د ۲۷۲ رنزونو هدف وټاکه.

په دغه وروستۍ لوبه کې د نیوزیلنډ کرکټ ټیم ډېری لوبغاړو ښه لوبه وکړه.

د دغو لوبغاړو په ډله کې مارټن ګپټل ۱۰۰،روس ټیلر ۵۹،کولن منرو ۳۴ او کین ولیمسن ۲۲ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له خوا په بالینګ کې روما رییس۳، فهیم اشرف ۲ او عامر یامین ۱ وېکټه واخیستله.

د پاکستان له خوا د بېټینګ پیل دوو لوبغاړو فخر زمان او عمر امین وکړ، خو دواړو لوبغاړو د نیوزیلنډ د بالرانو مقابله ونه کړای شوه او دواړه لوبغاړي د ۱۹ عمومي منډو تر جوړولو وروسته اوټ شول.

د پاکستاني ټیم د اوپنرانو تر اوټ کېدووروسته نورو لوبغاړو هم د پام وړ لوبه ونه کړه.

بابر اعظم یوازې ۱۰ رنزونو په جوړولو بریالی شو او چې کله د پاکستان عمومي منډې ۵۷ ته ورسېدلې نو نیمه لوبډله یې اوټ شوې وه.

د پاکستان کرکټ ټیم له خوا یوازې حارث سهیل او شاداب خان د نیوزیلنډ د بالرانو ښه مقابله وکړه او د ۱۰۵ رنزونو پارټنرشپ یې وکړ چې بیا وروسته حارث سهیل د ۶۳ رنزونو او شاداب خان د ۵۴ منډو تر جوړولو وروسته اوټ شول.

په دغه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې د نیوزیلنډ د ۲۷۲ رنزونو د هدف په لټه کې د پاکستان ټول لوبغاړي د ۴۹ اورونو په لوبولو یوازې ۲۵۶ رنزونه جوړ کړل او لوبه یې وباېلله.

د نیوزیلنډ په بالرانو کې هنري ۴، سنیټر ۳ او فرګوسن و ګرینډ هم د پاکستان ۱ ـ ۱ لوبغاړی اوټ کړ.

د نیوزیلنډ د کرکټ ټیم مارټن ګوپټل د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو په دغه سیریز او وروستۍ لوبه کې د ښې لوبې له امله د ټورنمنټ او مېچ غوره لوبغاړی شو.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان کرکټ ټیم دا مهال د نیوزیلنډ په دوره دی چې د ۵ یو ورځنیو لوبو سربېره یې له نیوزیلنډ سره د ۳ شل اوریزو لوبو سیریز هم شته.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG