په جرمني کې د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک ته د جاسوسۍ په تور په څو ایالتونو کې کورونه او ودانۍ پلټل شوې دي.
د جرمني د فدرالي څارنوالۍ دفتر وایي، پولیسو د سې شنبې په ورځ د ۱۰ مشکوکو ایراني جاسوسانو په اړه د پلټنو په تړاو د هېواد په مختلفو برخو کې د لټون او تلاشۍ یو لړ عملیات ترسره کړل.
په دغو عملیاتو کې چې په برلین او د جرمني په ۳ ایالتونو کې ترسره شوي، چارواکو د چا د نیول کېدو خبر نهدی ورکړی.
د فدرالي څارنوالۍ ویاند سټیفن بیحل وویل، دغه عملیات د هغو معلوماتو په نتیجه کې ترسره شول چې د جرمني د کورنیو استخباراتو ادارې د اساسي قانون د ساتنې د څانګې لهخوا ترلاسه کړي وو.
دغه اداره په دې هېواد کې د استخباراتو ضد عملیاتو چارې مخ ته وړي.
بیحل وویل، ګومان کېږي چې مشکوکو کسانو به د ایران له یوې ادارې سره په همکارۍ په جرمني کې د یو شمېر کسانو او ادارو په اړه جاسوسي کړې وي.
په کورونو او ودانیو کې د پلټنې دغه عملیات د پټو فعالیتونو په شک ترسره شوي دي.
ګومان کېږي چې مشکوکو کسانو به د هغو اسرائیلیانو چې په جرمني کې استوګن دي، په اړه پټ معلومات راټول کړي وي.
د راپورونو له مخې، ویل کېږي چې مشکوک کسان به د ایران د قدس ځواک د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د هغې څانګې چې له ایرانه بهر په نورو هېوادونو کې د پټو عملیاتو مسؤلیت لري، غړي وي.
جنرال قاسم سلیماني چې د دغه ځواک مشر دی، د خپلو فعالیتونو راپور مستقیماً ستر مذهبي مشر ایاتالله علي خامنهاي ته ورکوي.
په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا د خزانې وزارت د قدس ځواک د ترورېزم ملاتړی ځواک وباله او ویېویل چې هغه افغان طالبانو او په منځني ختیځ کې د حزبالله، حماس او اسلامي جهاد په ګډون ترورېستي ډلو ته وسلې او پیسې ورکوي او هغوی ته لارښونه کوي.
په تېر ډسمبر میاشت کې د جرمني حکومت د ایران سفیر ته وروسته له هغې رسمي اعتراض وړاندې کړ چې یو پاکستانی ایران ته د جاسوسۍ په تور محاکمه شو.
د برلین سترې محکمې ۳۱ کلن مصطفی حیدر سعید نقفي د استخباراتو له یوې بهرنۍ ادارې سره د همکارۍ په تور په پنځه کاله او درې میاشتې بند محکوم کړ.
دغې محکمې وویل چې هغه د قدس ځواک ته په جرمني او فرانسې کې جاسوسي کوله او په جرمني کې د احتمالي حملو په اړهیې معلومات راټولول.
مستنطقینو د یو شمېر کسانو د ورځنیو بوختیاو، د هغوی د کورونو، د کار دفترونو، لارو، امنیت ساتونکو، امنیتي کمرو او هم د پولیسو نږدې مأموریتونو په اړه سلګونه اخیستل شوي تصاویر، ثبت شوې وېډیوګانې او نور شواهد موندلي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران سفیر علي مجیدي یې ورغوښتی او هغه تهیې په دې اړه رسمي اعتراض وړاندې کړی چې په دې هېواد کې د خلکو او ادارو په تېره بیا د جرمني په خاوره کې د اسرائیل د دولت په تړاو جاسوسي د جرمني له قانون څخه بربنډه سرغړونه ده.