واشنګټن مېشت فريډم هاوس انسټټیوټ وايي، په ټوله نړۍ کې ډموکراسي له تهديد سره مخامخ ده او د شا تګ په حال کې ده.
فريډم هاوس انسټټیوټ نن د سې شنبې په ورځ د «په نړۍ کې خپلواکي-۲۰۱۸» په عنوان په ټوله نړۍ کې د سياسي حقونو او مدني ازادیو د لهمنځه تللو په اړه یو راپور خپور کړی دی.
دغه انسټټیوټ په دې راپور کې ويلي چې په وروستیو لسيزو کې ډموکراسي له جدي بحران سره مخامخ ده.
راپور وايي، په ټوله نړۍ کې د ازادو او عادلو انتخاباتو، اقلیتونو د حقونو، رسنيو د ازادۍ او قانون د حاکميت په شمول ډموکراسي له تهديد سره مخامخ ده.
راپوره وايي، ۲۰۱۷ میلادي کال په ټوله نړۍ کې د ازاديو د کمېدو لپاره پرلهپسې ۱۲م کال وو او په ۷۱ هېوادونو کې مدني ازادۍ او سیاسي حقونه اغېزمن شوي دي.
د راپور په وينا، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د پام وړ پېښه دا ده چې امریکا د ډموکراسي له اتلولۍ پر شا شوی دی.
فريډم هاوس چې د سياسي ازادۍ او بشري حقونو مدافع اداره ده، د امریکا د حکومت په مالي مرسته فعاليت کوي.
د دې ادارې د راپور له مخې، په امریکا کې په تېرو اوو کلونو کې په سیاسي حقونو او مدني ازاديو کې ورو کمی لیدلی دی.
خو راپور وايي، دا کمی په ۲۰۱۷ میلادي کال کې چټک شو ځکه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا په ولسمشريزو انتخاباتو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنې راپورونه خپاره شول، د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې له اخلاقي معيارونو سرغړونه کړې او د حکومت په شفافيت کې کمی راغلی دی.
راپور وايي، رسنیو او قضا د ولسمشر ټرمپ پر بېساري انتقادونو سربېره مقاومت کړی دی.
خو راپور خبرداری ورکوي چې په پای کې ښايي دا ادارې د ټرمپ د انتقادونو له کبله کمزورې شي او دا به د امریکا پر ډموکراسي او په نړۍ کې د امریکا پر رول د پام وړ منفي اغېز وکړي.
فريډم هاوس همداراز په راپور کې ليکلي چې روسیه او چین د مخکښو ډموکراسيو له پر شا تګه ګټه پورته کوي او له خپلو پولو دباندې هڅې کوي چې ازاد بحث وځپل شي.
راپور د روسيې د ولسمشر ولادیمير پوتين حکومت د معاصرو زورواکو رژيمونو په توګه يادوي چې د اروپايي ډموکراسيو د انتخاباتو پر مهال د ناسمو معلوماتو خپرولو کمپاينونه پر مخ وړي.
راپور د تر ټولو ضعيفې ډموکراسۍ لرونکو ۱۲ هېوادونو په فهرست کې د ترکمنستان او ازبکستان نومونه هم یاد کړي دي.
راپور وايي، د ازبکستان نوي حکومت خوشبیني رامنځته کړې، خو دغه هېواد ته باید دقیق پام وشي ځکه د نړۍ تر ټولو ځپونکی سياسي سيستم به د نړیوالو اوږدمهاله پام او په دې هېواد کې د خپلواکو غږونو ملاتړ ته اړتيا ولري.