د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د افغانستان جګړې د بشري ژوندانه ټول معیارونه ویجاړ کړي دي


نړېوالو رسنیو تر ډېره د افغانستان د جګړې په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې فارین پالیسي په یو مطلب کې دغه جګړې ته د ″ بې چوکاټه جګړې″ نوم ورکړی دی.

فارین پالیسي:

امریکا چاپ فارین پالیسي خپرونې د افغانستان په اړه یو مضمون لیکلی او سر لیک یې ورکړی ″بي چوکاټه جګړه″.

خپرونې د مثال په ډول، د افغانستان د کونړ ولایت د یوې لیرې پرتې سیمې یا کلي د خلکو ژوند ترسیم کړی او لیکي، د افغانستان جګړې د بشري ژوندانه ټول معیارونه ویجاړ کړي دي.

د دوامدارو شخړو، د بزګرانو د زیربناو د له منځه تلو او د روغتیایي چاپریال د نشتوالي له وجې په میلونونو انسانان د داسې مرګ له خطر سره مخامخ شوي، چې مخنیوی یې ممکن دی.

خپرونه لیکي، په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو وروسته د بهرنیانو میلیاردونه ډالر دغه هېواد ته راغلل، خو د ″آقه″ د کلي کوچنیان لا هم د هغو ناروغیو له وجې مري، چې وقایه او درملنه یې ممکنه ده.

فارین پالیسي زیاتوي، د دې سیمې زیات شمېر ماشومان په اپینو روږدي زیږي او دا ځکه چې میندې یې د امنیدارۍ په جریان کې د خوب، دردونو او یا نورو نارغیو لپاره له اپینو څخه کار اخلي او ماشومان یې د مور په بطن کې په تاریاکو عادت کیږي. نور ماشومان د بیلا بیلو ناروغیو له وجې هم مري.

د خپرونې په باور، د آقه په کلي کې هر ژوی د جګړې له میراث سره لاس او ګریوان دی. یوه سپین ږیری سړي، د خپرونې خبریال ته ویلي، په دغه ځای کې د جګړو له دوام څخه ستړی دی او دا ځکه چې ځواني یې په جګړو کې تېره شوه او دا مهال د جګړې ښامار د ده د اولادونو له ځوانۍ څخه را تاو شوي دي.

دغه سپین ږیري خپل څو زامن او لوڼې خبریال ته وښودل، چې په وجودونو یې د جګړو د ټپونو داغونه او اثرات تر سترګو کیږي.

فارین پالیسي خپرونه وړاندې لیکي، د آقه کلی په حقیقت کې د افغانستان د نورو سیمو یوه بیلګه ده، چې خلک په کې له جګړو څخه ستړي او ستومانه دي.

اوپین ډموکراسي:

″په افغانستان کې یو څه سم پر مخ هم ځي″ دا د اوپین ډموکراسي خپرونې د یوې مقالې سر لیک دی، چې په یوې برخې کې یې راغلي:

د ځمکې د شمالي نیمې کرې د یوه بې وزلې هېواد د یوه بې وزلي ولایت د خلکو ژوند د ښه کیدو په حال کې دی. خپرونه د افغانستان بامیان ولایت یادوي، چې غرونو احاطه کړی او دا چې د افغانستان په نورو برخو کې ژوند یو څه تیاره دی، په دې ولایت کې پرمختګ او ترقي تر سترګو کیږي.

په بامیان ولایت کې عزیزي بانک، د افغانستان بانک، کابل بانک او مایکرو فایننس موسسه څانګې لري او کومې پیسې، چې دغه ولایت ته داخلیږي که څه هم چې د نورو ولایتو په پرتله ډېرې نه دي، خو بیا یې هم ډېر پرمختګ ته لار هواره کړې ده.

د خپرونې په باور، د بامیان ولایت د ترقۍ او پرمختګ یو مهم علت دا دی، چې د دې ولایت په څوکۍ یوه ښځه ناسته ده او په ادارې فساد کې ښکیله نه ده.

اوپین ډموکراسي خپرونه لیکي، بامیان ولایت د افغانستان د نورو برخو لپاره د امید او هیلو یوه نمونه ده. که چېرې سم نظم او اداره موجوده وي، د تعلیم برخې ته، په خاص ډول د ښځو ښوونې او روزنې ته زیات پام واړل شي، د مرستندویانو له مرستو څخه سمه ګټه واخیستله شي، ادارې فساد له منځه یوړل شي، نو د افغانستان په نورو سیمو کې به هم د بامیان ولایت په څېر عملې پرمختګ رامنځ ته شي.
XS
SM
MD
LG