د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۴

پوليس: سمنګان کې سلګونه کېلو ګرامه منفجره مواد نيول شوي


د سمنګان ولايت پوليس وايي، سلګونه کېلو ګرامه منفجره مواد يې نيولي دي.

د پوليسو وياند عبدالمنير رحيمي وايي، دغه مواد په يوه سراچه ډوله موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو چې له درې صوف پائين څخه د چاودنې په هدف ايبک ښار ته انتقال کېدل چې له لېږدوونکو سره يوځاى ونيول شول.

ده وويل، دغه مواد په سمنګان کې د طالبانو د نظامي مسؤل صالح محمد چې په مولوي شاه مشهور و او د هغه د درېيو ملګرو له‌خوا لېږدول کېدل چې له دغو موادو سره يوځاى نيول شوي دي.

د پوليسو وياند وايي، د نيول شويو منفجره موادو اندازه ٥٠٠ کېلو ګرامو ته رسېږي چې له دې سره په دغه ولايت کې د څو خونړيو او وژونکو حملو مخه ونيول شوه.

ده وويل، مولوي شاه د سمنګان او بغلان په ځينو سيمو کې د امنيتي ځواکونو په وړاندې په ځينو خونړيو حملو کې مهم نقش لوبولى و.

XS
SM
MD
LG