د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

په افغانستان او پاکستان کې پر ښځو د افراطیت اغېز


د سولې او ډموکراسۍ لپاره د برابرۍ د ادارې مسؤلین د هغې شبکې لاسته راوړنې د پام وړ ګڼي، کوم چې د یادې ادارې او همکار پاکستاني بنسټ « AWARE GIRLS» له خوا یې په افغانستان او پاکستان کې د افراطیت په اړه د دواړو هېوادونو د ښځو د حقونو د فعالینو د نظرونو د تبادلې په هدف جوړه شوې وه.

د دغې ادارې د خپرونو د برخې مسؤلې فروزان رسولي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۲۴ مه» په کابل کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د یادې شبکې غړو خپل هدف ته د رسېدلو لپاره د پام وړ هڅې کړې دي.

نوموړې زیاته کړه:

"د دې شبکې هدف د پاکستان او افغانستان د ښځو تر منځ د نظرونو تبادلې ته وده ورکول وو، د افراطیت له منځه وړل او دغه شان د دغو دوو هېوادونو تر منځ د سولې راوستل وو، د نومړې شبکې غړو خپل هدف ته د رسېدلو د ستایلو وړ فعالیتونه سرته رسولي."

اغلې رسولي وویل، دغې شبکې په افغان او پاکستاني مېرمنو د افراطیت اغېز او په دې اړه پوښتنو ته د دوی د ځوابونه په نوم یوه سروې هم تر سره کړې چې په کتابي بڼه به چاپ او تر خلکو ورسېږي او په خبره یې چې په دې اړه په یوې پالېسۍ هم کار شوی دی.

نوموړې وویل، د شبکې غړو مېرمنو دغه شان د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې په هدف هم دوه بحثونه کړي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغې شبکې خپل کار د ۲۰۱۶ میلادي د جنورۍ په میاشت کې پیل کړی و چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې بشپړ شو.

د دغې شبکې یوې پاکستانۍ غړې سمینې حفیظې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، افراطیت د دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړوخو اغېز کړی دی.

اغلې حفیظې وویل:

"د ښځو په ژوند یې مستقیم او غیر مستقیم اغېز کړی، د دوی په اقتصادي، سیاسي او نور بېلابېلو فعالیتونو یې بد اغېز محسوس دی."

په شبکه کې ګډون کوونکو د داوړو هېوادونو د ښځو د حقونو فعالینو هیله وښوده چې شوې هڅې بریالۍ او په یادو برخو کې په ځانګړي ډول د ډواړو هېوادونو د ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو د افراطیت د اغېز د راکمولو په برخه کې موثرې تمام شي.

XS
SM
MD
LG