د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۳۵

د امریکا په کلیفورنیا کې د خټو پراخو سیلابونو ۱۷ کسان وژلي


د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د خټو د پراخو سیلابونو له کبله ۱۷ کسان وژل شوي او اته نور لادرکه دي.

د خټو د زورورو سیلابونو دې لړۍ د کلیفورنیا ساحلي ښارګوټی مونټي سیټو Montecito ځپلی دی.

سیمه‎ییزو چارواکو پخواني راپورونه چې ګنې په پېښه کې ۴۸ کسان لادرکه شوي رد کړل.

د سانټا باربارا Santa Barbara ولسوالۍ ویندویې امبر اندرسن تائید کړه چې په پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

په دې سیلابونو کې لږ تر لږه ۲۸ نور کسان ټپيان شوي چې له دې ډلې ۱۲ کسان لا هم په روغتونونو کې دي او د څلورو کسانو حالت نازک ښودل شوی.

په مونټي سیټو ښار کې د سې شنبې په ورځ سخت باد پیل شو چې په نتیجه کې یې له سېلابونو سره خورا زیاتې خټې او چیکړې د استوګنې د سیمو خوا ته راغلې او د سختو بادونو له کبله په سیمه کې اور هم ولګېد.

XS
SM
MD
LG