د کرکټ د نړیوالې شورا په وینا په لومړۍ درجه لوبو کې، د افغان لوبغاړي محبوب بهیر د بیټنګ اوسط تر بل هر لوبغاړي لوړ دی.
اتلس کلن بهیر چې د افغانستان د نوولس کلونو د ټیم غړی دی اوس یې اوسط یوسل او یوویشت اعشاریه اووه اویاو ته رسېږي.
تر بهیر مخکې د نړۍ په توپ ویشتونکو کې تر ټولو د اسټرالیایي لوبغاړي برادمن اوسط زیات و، د هغه اوسط پنځه نوي اعشاریه څوارلس دی.
د نوولس کلونو نړیوال جام د شنبې په ورځ په نیوزیلنډ کې پیلېږي او ډېر افغانان تمه لري چې محبوب بهیر به په دې نړیوالو لوبو کې ښه وځلېږي او ویاړونه به د افغانانو په برخه کړي.