په ننګرهار کې د امنیتي ارګانونو یو شمېر مسؤلین په کار کې د غفلت له امله څارنوالۍ ته معرفي شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاني ازادي راډیو ته وویل:
"شپږ تنه امنیتي مسؤلین چې په دندو کې یې ښه مسؤلیت نه و ادا کړی، د تحقیقاتو لپاره څارنوالۍ ته ورپېژندل شول."
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، د دوهمې امنیتي حوزې د پولیسو او ملي امنیت امران، د دوهمې حوزې سرپرست مسؤل او د امنیه قوماندانۍ او دوهمې حوزې جنایي مدیران د نېږدې دوو اونیو مخکنۍ پېښې د مخنیوي د غفلت لپاره څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
دوې اوونۍ مخکې په جلال اباد کې د صرافي په مارکېټ کې یو صراف ووژل شو او د دریو مېرمنو په ګډون پنځه تنه ټپیان شول.
د دې پېښې په ارتباط درې تنه نیول شوي چې په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.