د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۰

د امریکا د استازو جرګې په ایران کې له حکومت ضد اعتراضونو نه ملاتړ وکړ

د امریکا استازو جرګې د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره په ایران کې د حکومت ضد پراخو اعتراضونو نه ملاتړ کړی او د حکومت له‌خوا ځپنه‌یې په کلکه غندلې ده.

د امریکا د استازو جرګې له‌خوا په دغه پرېکړه‌لیک کې چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» تقریباً په بشپړ اکثریت تصویب شو، په دې معنی چې د دې جرګې ۴۱۵ غړو ورته مثبته او یوازې دوو منفي رأیه ورکړه، په ایران کې د حکومت ضد معترضینو ملاتړ شوی او د تهران له‌خوا د ځپنې اقدامات غندل شوي دي.

په پرېکړه‌لیک کې ویل شوي چې دا جرګه د ایران د خلکو چې د یوه مستبد او فاسد رژیم په وړاندې قانوني او سوله‌ییز اعتراضونه مخ ته وړي، ولاړه ده او د ایران د خلکو په وړاندې د حکومت له لوري له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې په کلکه غندي.

پرېکړه‌لیک همداراز د ولسمشر ټرمپ له ادارې غواړي چې په ایران کې له بشري حقونو پر سرغړونکو نوي بندیزونه ولګوي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر اېډ رایس «Ed Royce» وویل د دې تر څنګ چې د ایران له خلکو سره درېږو باید دا روښانه کړو چې دوی زموږ د بندیزونو قرباني نه‌شي بلکې په دغو بندیزونو کې باید مستبد او بې‌ثباته رژیم په نښه شي نه د ایران خلک.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر اېډ رایس.
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر اېډ رایس.

د دغه د حکومت ضد اعتراضونو په ترڅ کې چې د تېر کال د ډسمبر د میاشتې له ۲۸ راهیسې پیل شوي، تر اوسه ۲۲ تنه وژل شوي او په سلګونه کسان نیول شوي دي.

پرون د ایران د پارلمان یوه غړي وویل چې شااوخوا ۳۷۰۰ کسان نیول شوي دي.

د پارلمان د اصلاح غوښتونکي غړي محمود صادقي له لوري دغه شمېره له هغې ډېره لوړه ده چې حکومتي چارواکو تر اوسه رسماً ورکړې ده.

په عین حال کې د ایران ستر مذهبي مشر ایات‌الله علی خامنه‌اي بیا ادعا وکړه چې تهران هغه دسیسه چې د ده په وینا د امریکا د متحده ایالاتو او بریتانیا له‌خوا په ایران کې ناارامیو ته د لمن وهلو لپاره ترتیب شوې وه، شنډه کړه.

په ایران کې حکومت ضد اعتراضونه.
په ایران کې حکومت ضد اعتراضونه.

د امریکا متحده ایالاتو او نورو بهرنیو هېوادونو چې د ایران ستر مذهبي مشر تورن کړي، دغه ادعا رد کړې ده.

په ایران کې پیل شوي د حکومت ضد پراخ اعتراضونه په لسګونه ښارونو کې شوي دي.

پراخه بې‌کاري او اداري فساد اصلي عوامل دي چې معترضین‌یې لارو کوڅو ته را ایستلي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG