د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۲

دانش: د برښنایي تذکرو د وېش بهیر د قومي افراطیونو له‎خوا یرغمل شوی


د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره په ګمارنو کې د مداخلې په تړاو د ملي شورا غړو ته د ولسمشر په پروني خبرداري او د برښنایي تذکرو د وېش په اړه په پورته شویو اعتراضونو بحثونه کړي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې د ولسمشر پرونیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې له وزارتونو سره د ملي شورا د غړو معاملې په افغانستان کې د حکومت‎دارۍ په برخه کې یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي.

ورځپاڼه لیکي:

د دې تر څنګ نوماند وزیران چې له ولسي جرګې د باور رأیه ترلاسه کول ورته ضروري دي، د وکیلانو د نږدې کسانو د ګمارلو په اړه معاملې کوي، څو له جرګې نه د باور رأیه ترلاسه کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر ته په‎کار ده چې د ملي شورا د غړو په څېر وزیرانو ته هم خبرداری ورکړي چې له وکیلانو سره له معاملو لاس په سر شي، ځکه د ورځپاڼې په وینا وزیر او وکیل د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره یو بل ته اړتیا لري، نو په‎کار ده چې ولسمشر دواړو ته پام وکړي.

ورځپاڼې په پای کې دا هم لیکلي دي چې د داسې مسایلو د خپرولو لپاره رسنیو ته لاسرسی ورکول به د وکیلانو د مافیایي فعالیتونو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

  • هېرټ اف اېشیا

هېرټ اف اېشیا انګلیسي ژبې ورځپاڼې هم په ګمارنو کې د وکیلانو د مداخلې په اړه د ولسمشر پرونیو څرګندونو ته کتنه کړې ده او لیکلي یې دي چې ښاغلي غني په خپلو خبرو کې دا خبرداری هم ورکړ چې د وکیلانو دا ډول مداخلې به ثبت او خپرې شي.

ورځپاڼه لیکي:

د دې خبرداري تر څنګ ولسمشر دا هم په ډاګه کړه چې په هغو ګمارنو به لاسلیک ونه‎کړي چې د فشار په وسیله کېږي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کې دې ته هم اشاره وکړه، هغه کسان چې په واسطو ګمارل کېږي د جنګ له ډګره تښتي او دا کسان د ګمارنې په بله ورځ غلا کوي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د ولسمشر په د پرونیو څرګندونو یوه برخه راخیستې او لیکلي یې دي چې ښاغلي غني ژمنه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت کې به په واسطو ګمارنې پای ته ورسوي.

ورځپاڼه لیکي:

ولسمشر په خپلو خبرو کې دا باور څرګند کړ چې د پولیسو د اصلاح پرته د قانون پلي کول به ناشونی وي.

د ورځپاڼې په وینا افغان ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تر دې مخکې د کابینې ځینو غړو او د مدني ټولنو غړو په بیا بیا په ګمارنو او نورو چارو کې د وکیلانو د لاسوهنې په اړه شکایتونه کړي وو.

د برښنایي تذکرو د وېش په درشل کې پورته شوي بحثونه بله مسئله ده چې د کابل ځینو ورځپاڼو پرې بحثونه کړي دي.

  • اوټ لوک افغانستان

اوټ لوک افغانستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې د ولسمشر د دوهم مرستیال سرود دانش په حواله لیکلي دي چې د برښنایي تذکرو په وېش کې د ځنډ لامل ځیني قوم‌پاله افراطیون دي چې دا پروسه‌یې یرغمل کړې ده.

خو ورځپاڼې دا نه‎دي لیکلي چې ښاغلي دانش په دې اړه د کومې ډلې او یا کس نوم یاد کړی او که څنګه؟ خو ویلي دي چې ښاغلي دانش له سیاسیونو او نورو مخورو وغوښتل چې د قومي مسایلو په اړه باید له زیات احتیاطه کار واخلي.

ورځپاڼه لیکي:

ټاکل شوې وه چې د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ تېره اوونۍ پیل شي، خو د ځینو وکیلانو د اختلافاتو له کبله ځنډېدلی ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د برښنایي تذکرو په اړه د مشرانو جرګې په حواله لیکلي دي چې په اساسي قانون کې د مصلحت لپاره ځای نه‌شته او حکومت باید ژر تر ژره د برښنایي تذکرو د ویش لړۍ پیل کړي.

ورځپاڼه لیکي:

مشرانو جرګې دا غبرګون د ډاکتر عبدالله د وروستیو څرګندونو په وړاندې ښودلی او لیکلي یې دي چې د مشرانو جرګې رئیس ویلي که څوک د تذکرو د قانون په اړه ملحوظات لري، نو له قانوني لارو دې اقدام وکړي.

ورځپاڼې وړاندې د مشرانو جرګې د یو بل غړي په حواله لیکلي دي چې د برښنایي تذکرو په وېش کې ځنډ هم له اساسي قانون سرغړونه ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د ولسمشر د دوهم مرستیال په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي چې د برښنایي تذکرو د وېش بهیر د قومي افراطیونو له‎خوا یرغمل شوی دی.

ورځپاڼې وړاندې د دې بهیر په اړه پورته شویو بحثونو ته په اشارې لیکلي دي چې باید زیات احتیاط وشي، څو دا بهیر د افغانانو ترمنځ د بېلتون سبب نه‎شي.

XS
SM
MD
LG