د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۳۲

کوټه: ایالتي اسامبلۍ ته نږدې چاودنې شپږ تنه وژلي او ګڼ‌یې ژوبل کړي


د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه خبریالانو ته ویلي په برید کې د څلورو پولیس سرتېرو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي چې په هغوی کې هم ډېری پولیس عسکر دي.

ښاغلي چیمه ویلي ګمان کوي چې دا یو ځانوژونکی برید و، خو لا هم کره نه‌شي ویلی او په دې اړه پلټنې کوي.

د کوټې په لوی روغتون کې هم بېړنی حالت دی، د روغتون ویاند وسیم بېګ خبریالاتو ته ویلي چې په ژوبل شویو کې د څلورو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

دغه چاودنه د پولیس سرتېرو له یوې لارۍ سره جوخت شوې ده.

له جي پي او چوک سره نږدې پولیسو د امنیت په خاطر د خلکو تګ راتګ بند کړی وو.

له دغه چوک سره نږدې پر زرغون سړک د بلوچستان مهمې دولتي ودانۍ دي لکه ایالتي اسامبله، د ایالت د مشر کور، د اعلا وزیر کور او ستره محکمه شتون لري.

د چاودنې له سیمې سره تلونکې لارې لا هم د ټرافیکو پر مخ تړلې دي.

د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال ایوب ترین وايي، چادونه هغه وخت وشوه کله چې د بلوچستان د اسمبلۍ غونډه پای ته ورسېده.

نن د پخواني اعلا وزیر ثناالله زهري خلاف په اسمابله کې د بې‌باروۍ لیک راوړل شوی وو چې نوموړي پر قرارداد تر بحث وړاندې د ایالت مشر محمد خان اڅکزي ته خپله استعفا وړاندې کړله.

زموږ خبریال وايي په کوټه ښار او خاصکار له صوبايي اسامبلۍ سره نږدې لارو کوڅو کې په لوی شمېر کې پولیس او سرحدي عسکر ګمارل شوي ول.

پولیس چارواکو ویلي چې د امنیت لپاره‌یې له دغې سیمې سره نږدې تر شپږ زره زیات پولیس سرتېري ګمارلي ول.

ځینې نورې رسنۍ بیا دا یو ځانوژونکی برید بولي چې پر موټرسایکل سپور تن د پولیس سرتېرو له یوې لارۍ سره خپل ځان الوزولی دی.

د پېښې پر مهال یو مسافر وړونکی بس هم اغېزمن شوی.

د دې چاودنې مسؤليت تحريک طالبان پاکستان منلی او دا يې يو ځانوژونکی بريد بللی دی.

XS
SM
MD
LG