د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۹ مرغومی ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۱۲

له امریکايي پوځيانو سره د دفاع د وزیر «مټېس» شریکې شوې خاطرې!


د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس چې هغه ته د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د تر ټولو له درناوي برخه‌مند غړي په توګه کتل کېږي، هڅه کوي چې په پوځ کې د خدمت خپلې خوږې او ترخې خاطرې له پوځیانو سره شریکې کړي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس تېره میاشت د کیوبا په ګوانټانامو ټاپو کې د امریکا د سمندري ځواکونو له اډې او د امریکا په خاوره کې دننه له درې نورو پوځي اډو څخه د کتنو په ترڅ کې د خپل شخصیت هغه اړخونه په ډاګه کړي چې په واشنګټن کې ډېر نه‌دي لیدل شوي.

نوموړی په واشنګټن کې ډېر په ښکاره په غونډو کې ځان نه‌راڅرګندوي، خو کارونه په جدي ډول مخ ته وړي.

په ګوانټانامو کې د سینما او تیاتر په یوه سرخلاصي سالون کې سرتېرو او د هغوی د کورنۍ غړو ته په یوه غونډه کې چې د اسوشیټېډ پرس له خبریال نه پرته د نورو رسنیو استازي نه‌و، مټېس خپلو پوځیانو ته په ډاګه وویل چې دی دلته د دې لپاره نه‌دی راغلی چې دوی ته لکچر ورکړي یا د یوه متقاعد جنرال په توګه د خپل ځان په اړه هغوی ته خبرې وکړي.

هغه د خبرو په یوه برخه کې وویل، غواړي چې د څو دقیقو لپاره ټول ځان ارام احساس کړي.

جېمز مټېس
جېمز مټېس

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د هغه وخت یوه خاطره چې په عراق کې یې دنده ترسره کوله بیانوي او وایي، د عراق په لوېدیځ کې په یوې لیرې پرتې دښته کې ورته وویل شول چې له یوې حملې بچ شو.

یوه سخت دریځي عرب مخکې له دې چې د مټېس او د هغه د ملګرو پوځیانو د موټرو کتار له سیمې تېر شي په سړک کې یو ماین خښ کړی و.

مټېس وایي، چا چې دغه ماین‌یې خښ کړی و، نیول شوی و او ده ته وویل شول چې هغه په انګلیسي هم خبرې کوي.

مټېس وایي، له هغه سره‌یې ولیدل، سګرېټ او کافي یې ورکړه او په دې اړه چې ولې یې دا کار کړی، ده ته‌یې وویل چې دی او نور پوځیان‌یې په دې خاطر وژل چې د خپل هېواد په خاوره کې د بهرنیو پوځیانو حضور ډېر په غوسه کړی و.

مټېس وایي، دغه سخت دریځي ته‌یې وویل چې د ده دغه احساسات درک کولای شي، خو دا ډاډ یې هم ورکړ چې دی د ابو غوریب زندان ته چې هغه وخت‌یې لویه رسوایي راپورته کړې وه، روان و چې د دغې ستونزې غم وخوري.

ابو غوریب زندان
ابو غوریب زندان

د امریکا دفاع وزیر د خپلو خبرو په دوام وایي، کله چې د ابو غوریب د زندان مسئله راپورته شوه د حملې په تور نیول شوي عراقي ورته وویل چې که دی یو عادي زنداني وانګېرل شي، ایا د دې امکان شته چې یوه ورځ وکولای شي امریکا ته مهاجر شي؟

مټېس وایي، د هغه له دې خبرې ورته دا احساس پیدا شو چې د امریکا د خوب لیدلو ارمان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تر اوسه څومره قوي دی.

د اسوشیټېډ پرس په لیکنه د عراقي سخت دریځي او د کرېسمس له جشن مخکې له نورو پوځیانو سره د لیدنو کتنو په ترڅ کې د مټېس نورې کیسې یو هدف هم لري چې نوموړی یې په اړه وایي، دغه خاطرې د دې لپاره له تاسو سره شریکوم چې دا په یاد ولرئ چې تر ټولو بده ورځ هم تېرېږي او موږ له تاسو دا تمه کوو چې یوې لوړې مرحلې ته مو ورسوئ.

مټېس وايي، موږ ټول تل لېواله یو چې سم کارونه وکړو او کله چې هغه په ګډه کوو، کارونه سمېږي.

د امریکا دفاع وزیر په شمالي کارولینا کې په یوه پوځي اډه کې پوځیانو ته د خپلو خاطرو په لړ کې په پنټاګون کې د ۲۰۰۱ کال د جون د میاشتې د یوې غونډې خاطره هم بیان کړې او وایي، د جورج بوش د ادارې یوه لوړپوړي سیاسي چارواکي دا پوښتنه ډېره مطرح کوله چې تر ټولو امنیتي ستر ګواښونه له کوم لوري امریکا ته متوجې دي؟

هغه زیاتوي پوځي چارواکي چې په دې اړه‌یې توضیحات ورکول په ډاډه دا خبره وکړه چې دې ته په پام سره چې په دې برخه کې سړی په ډاډه څه نه‌شي ویلی، خو یوځای چې امریکا باید مطلقاً له هغه ځان لیرې وساتي او په جګړه کې په‌کې ښکېل نه‌شي هغه افغانستان دی.

مټېس وایي، له دغې غونډې پنځه میاشتې وروسته دی د ځانګړو ځواکونو د یوه جزوتام د قوماندان په توګه د عربو له بحیرې له یوې پوځي کښتۍ څخه په هلیکوپټر کې د افغانستان پر لوري روان شو.

مټېس له خپل جزوتام سره د دې هېواد جنوب ته د دې لپاره تللی و چې پر طالبانو په کندهار او شااوخوا سیمو کې حملې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG