د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

مټېس: د مرستې ځنډېدو په غبرګون کې د پاکستان عکس العمل ته اندېښنه نه لرو


د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس وایي چې امریکا د پاکستان نېږدې دوه میلیارډه ډالر مرستې ځنډولې دي او دې ته اندېښنه نه لري چې پاکستان عکس العمل ښکاره کړی.

د امریکا په دفاع وزارت کې پرون د خبرې غونډې پر مهال له جیمز مټیس څخه دا پوښتنه وشوه چې د واشنګټن فشار به اسلام اباد چین ته ورلنډ نه کړي یا به د امریکایي ځواکونو پر مخ د اکمالاتو لارې بندې نه کړي؟

جیمز مټیس په ځواب کې وویل چې زه دې ته هېڅ اندېښنه نه لرم، نېږدې شپږ کاله مخکې چې کله د واشنګټن او اسلام اباد اړیکي لږ کړکېچېنې شوې وې، پاکستان د افغانستان لور ته د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتو لار ونیوله.

خو د امریکا دفاع وزیر وویل، تېره میاشت چې زه کله پاکستان ته تللی وم او د دغه هېواد له چارواکو سره مې خبرې کړې وې داسې څه خبره نه وه.

مټیس زیاته کړه چې اوس هم موږ له پاکستان سره په خبرو یوو، که چېرته دوی د ترهګرو پرضد جدي اقدام وکړ، مرستې به بېرته ورکړو.

جیمز مټیس
جیمز مټیس

د امریکا دفاع وزیر بیا وویل، دغه ترهګر تر امریکا په خپله پاکستان ته ستر خطر دی.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې متحد ایالتونه چمتو شوي دي چې نېږدې دوه میلیارډه ډالر مرستې پر پاکستان بندي کړي ترڅو د افغان طالبانو او حقاني شبکې پرضد په خپله خاوره کې کوټلي ګامونه واخلي.

پاکستان تر اوسه د دې په ځواب کې جدي عکس العمل نه دی ښودلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا ډول ګامونه به د ترورېزم پرضد مبارزې باندې منفي اغېز وکړي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي چې په تېرو پنځلس کلونو کې اسلام اباد د ترورېزم ضد جګړې باندې له خپل لورې تر یوسل او شل میلیارډه ډالر ډېر مصرف کړی دی.

د عکس العملونو په ترڅ کې د پاکستان دننه بیا د امریکا پرضد یو شمېر مظاهرې شوې دي، د سیاسي چارو کتونکی مشتاق رحیم وایي چې پاکستان په دې برخه کې دوه ګونی سیاست مخته وړي:

"پاکستان په خپله خاوره کې د خلکو د غولولو لپاره د امریکا پرضد خبرې کوي، خو د پردې تر شا بیا د امریکایانو له خبرو سرغړونه نه کوي."

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې واشنګټن اوس د ترهګرو پرضد د پاکستان هڅو ته انتظار دی، که چېرته پاکستان سمې هڅې ونه کړې پر دغه هېواد به نور فشار راشي.

دغه امریکايي چارواکي وویل، که چیرته پاکستان د امریکایي ځواکونو په مخه د اکمالاتو لار بنده کړي نو پر واشنګټن به فشار راشي خو دغه چارواکي دا خبره هم وکړه چې موږ نور د پاکستان دوه مخې تګلاره نه شو زغملی چې له یوشمېر ترهګرو سره جګړه کوي او د یو شمېر ترهګرو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG