د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

کندهار کې د ماهیانو د فارمونو شمېر ۱۲۰۰ ته لوړ شوی


په کندهار کې د ماهیانو د خصوصي فارمونو شمېر په تېرو دوو کلونو کې له ۹۲ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شوی چې ۲۵۰۰ کسانو ته د ګټې او کاروبار ښه فرصتونه برابر شوي دي.

په کندهار کې د کرنې ریاست مسؤلین وايي، په دې ولایت کې د ماهیانو د غوښو تقاضا ډېره شوې او هره ورځ تر ۳۰۰۰ کېلو ګرامه پورې د ماهي غوښه بازار ته وړاندې کېږي.

د کرنې ریاست مسؤلین زیاتوي چې له دغو ټولو فارمونو څخه په کال کې ۴۸۰ میلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کېږي.

بشپړ راپور یې د ازادي راډیو د خبریال محمد صادق رښتیني په دې راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG