د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

ولسي جرګه: د سید حامد ګېلاني څرګندونې د ملي ګټو خلاف دي


د افغانستان ولسي جرګې د ملي محاذ ګوند د مشر وروستۍ څرګندونې د ملي ګټو خلاف وبللې.

دغې جرګې د ملي محاذ د ګوند د مشر وروستۍ څرګندونې د افسوس وړ وبللې او ویې‌ویل چې دا شان څرګندونې د افغانانو په حق کې ظلم او جفا ده.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې د ورځې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» په عمومي غونډه کې وویل، د سید حامد ګېلاني څرګندونې د ملي ګټو خلاف دي.

عبدالرؤف ابراهیمي
عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"دا ډول څرګندونې د افغانستان د ملي ګټو خلاف دي، ډېر متأسف یم چې په پاکستان کې د ترورېستانو په پناه ځایونو سترګې پټېږي، هر کس د یوه افغان په صفت باید په خپلو څرګندونو کې ملي ګټو ته پام وکړي."

د ملي محاذ ګوند مشر پیر سید حامد ګېلاني د شنبې په ورځ په کابل کې د خپلو پلویانو په یوې غونډه کې ادعا وکړه چې د وسله‌والو طالبانو د مشرتابه پلاوي اکثریت غړي په افغانستان کې دي او له بل هر وخت زیات اوس د سولې د خبرو اترو لپاره فرصت برابر شوی دی.

د ولسي جرګې غړی صاحب خان وايي، په داسې حساسو شرایطو کې دا ډول څرګندونې د افغانستان له موقف سره په ټکر کې دي.

ښاغلی صاحب خان زیاتوي:

"په داسې حساسو شرایطو کې دا ډول څرګندونې دا د افسوس خبره ده، دا له افغانستان سره ظلم او جفا ده."

د دغې جرګې غړې شکیبا هاشمي وايي، د ملي امنیت عمومي ریاست دې په دې اړه معلومات ورکړي چې ایا په رښتیا هم د وسله‌والو طالبانو د مشرتابه اکثریت غړي په افغانستان کې دي؟

د ملي امنیت عمومي ریاست دا ډول څرګندونې غیر مسؤلانه او له واقعیته لیرې بللې دي.

د دغه ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د مؤثقو اطلاعاتو پر بنسټ اوس هم د وسله‌والو طالبانو رهبران او د نورو ترورېستي ګروپونو ځالې له ډیورند کرښې هاغاړه په پاکستان کې دي.

د ملي محاذ ګوند مشر داسې مهال دغه خبرې کړي چې په دې وروستیو کې امریکا پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي دي.

د ملي محاذ ګوند مشر پیر سید حامد ګېلاني
د ملي محاذ ګوند مشر پیر سید حامد ګېلاني

خو د ملي محاذ ګوند د فرهنګي چارو مسؤل محمد حسن حقیار ازادي راډيو ته وویل چې حامد ګېلاني په خپلو خبرو کې کوم هېواد ته برائت نه‌دی ورکړی.

نوموړي وویل:

"د سید حامد ګېلاني هدف دا نه‌و چې په تمامه معنی د وسله‌والو طالبانو مشران په افغانستان کې دي او کوم هېواد ته برائت ورکول وي، نوموړي د سولې په تشویقي خبرو کې په افغان حکومت غږ وکړ چې اوس سولې ته ښه ذهنیت برابر دی، باید له وخته په استفادې دې ځیني طالب مشران چې په افغانستان کې دي، له هغو سره رابطه او مذاکره وشي."

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې موضوع ته په اشارې سره وویل، دا ټولو ته څرګنده ده چې د وسله‌والو طالبانو مشران چېرې دي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر، یو شمېر امریکايي سناتورانو او د دغه هېواد پوځي چارواکو هم پاکستان د ترورېستي ډلو پناه ځای یاد کړی دی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG