د تېلو له یوې لویې ټانکر بېړۍ پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۷» تر ناوخته هم لمبې ختلې.
دا تېل وړونکې بېړۍ وړمه ورځ شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۶» د چین په اوبو کې له یوې کارګو بېړۍ سره ټکر شوې وه.
په پېښه کې د بېړۍ ۳۰ ایراني او دوه بنګلهدېشي سپرلۍ لادرکه دي.
په دې بېړۍ کې یو لک او ۳۶ زره ټنه تېل انتقالېدل.
د یو میلیون بېرله تېلو بیه چې په دې ټانکر بېړۍ کې ځای شوي و، ۶۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.
د چین د ټرانسپورت وزارت پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۷» وویل، د "سانچي" په نوم د تېلو دا ټانکر بېړۍ چې د پانامه بیرغ پرې رپېده، لا هم سوځي او ډېره اندازه تېل ترې تللي دي.
هڅې روانې دي چې سپرلۍ یې وژغورل شي.
د ایران د سمندري بندرونو رئیس محمد رستاد وویل، ناسمې هوا او د اور زیات دود د ژغورونکې ډلې کار ستونزمن کړی دی.
د چین د ټرانسپورت وزارت ویلي، د چینايي کارګو بېړۍ ټولې ۲۱ سپرلۍ ژغورل شوي دي.
کارګو بېړۍ چې د هانک کانګ بېرغ پرې رپېده ۶۴ ټنه غَلَه انتقالوله.
راپور: صفيالله ستانکزی