د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

ولسمشر غني: په افغانستان کې نه ملک الطوایفي او نه هم نظام میراثي دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې ملک الطوایفي نه ده او نه هم د دغه هېواد نظام میراثي دی.

ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» یې په کابل کې د خان سټیل په نوم د اوسپنې ویلې کولو او سیخ جوړولو د یوې فابریکې پرانیستې غونډې ته خبرې کولې وویل چې هېڅ داسې قدرت نشته چې د افغانستان د ملي اهدافو مخه ونیسي.

افغان ولسمشر د ولس غوښتنه په شریعت او قانون ولاړه غوښتنه وګڼله ویې ویل، ولس په اساسي قانون ولاړ نظام غواړي او افغان سیاسیون باید دې ته ځان چمتو کړي چې د څلورو لسیزو ناورین نور بس دی.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

نوموړي زیاته کړه:

"په دې خاوره کې هېڅ قدرت نشته چې د افغاسنتان د ملي اهدافو مخه ونیسي، موږ ټول باید دې ته ځان چمتو کړو چې څلوېښت کاله بحران نور بس دی، موږ ټول د څو ورځو لپاره دلته یو ځکه د خدای په فضل اوس نه ملک الطوایفي ده او نه هم میراثي ده، خلکو چې هر چاته رایه ورکړه هغه راځي ولسمشر کېږي او د ولسمشرۍ هدف دا نه دی چې خاني وکړي بلکې د ولسمشرۍ هدف دا دی چې خدمت وکړي او موږ ټول به ان شاءالله په دغه فرهنګ ودرېږو."

ښاغلي غني که څه هم د چا نوم وانخیست خو د چارو ځيني څېړونکي وايي، د ده دا څرګندونې هغو کسانو ته واضح پیغام دی چې حکومت ننګوي.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې په نظام کې د ننه د ځينو کړیو لخوا سیاسي ناندریو زور اخیستی دی.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور چې استعفا یې د ولسمشر له خوا منل شوې دی پر خپل ځای پر پاتې کېدونو ټینګار کوي وايي، استعفا یې په شرطونو ولاړه وه چې اوس منتفي او ده ته د منلو وړ نه ده.

او د کندهار برحاله امینه قوماندان جنرال عبدالرازق چې تازه یې په خپلو څرګندونو کې ویلي، دی د ملي وحدت حکومت نه دی ټاکلی او نه یې د لېري کولو صلاحیت لري.

پر ښاغلي رازق په دې وروستیو کې په کندهار کې د حکومت د یو شمېر سیاسي مخالفینو له خوا تر غونډې وروسته انتفادونه زیات شول.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت او سیمه ییزو ادارو د کمېسیون غړې وژمه صافۍ وايي،ټول خلک باید د قانوني اجراتو اړوند د حکومت غږ بدرګه کړي او بدرګه کوی یې، خو حکومت هم باید په خپلو اقداماتو کې جدي وي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د ولسمشر غني نننۍ څرګندونې نه یوازې یادو دوو سیمه ییزو چارواکو ته متوجې وې بلکې په خبره یې تر هغې یې هم لوی پیغام درلود.

نوموړې زیاته کړه:

"دا چې شخص مشخص شوی نه دی، دا وضح ده چې دلته یو شخص نه دی بلکې ډېر اشخاص دي، د افغانستان په هر ولایت او ګوډ کې چې حکومت غواړي د خیر کار وکړي هلته یو شمېر خلک د خصو او خاشاکاو په شکل راپاڅېږي او مخه نیسي، دا ټولو زورواکو او قانون ماتونکو ته یو پیغام دی."

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې غړی جمع الدین ګیانوال وايي، ولسمشر غني هغه اشخاصو او ډلو ټپلو ته چې نظام او د افغانستان ملي ګټې ننګوي د اشارې پر ځای څرګند پیغام ورکړي.

د ده په وینا که حکومت ملک الطوافي او د قدرت د جذیرو ختمولو جدیت لري باید په وړاندې یي د مصلحتونو پر ځای د قانون حاکمیت ته کار وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG