د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

د کندهار امنیه قوماندان: دې حکومت نه‎یم ټاکلی او لیرې کولای مې هم نه‌شي


د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، حکومت نه‎شي کولای چې نوموړی له دندې لیرې کړي.

د جنرال رازق په وینا دی اوسني حکومت پر دندې نه‎دی ټاکلی، نو ځکه‌يې حکومت د لیرې کولو قدرت نه‎لري.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» يې په کندهار کې د یو شمېر رسنیو سره خبرې کولې وویل چې نوموړی د کندهار د اوسېدونکو په غوښتنه راغلی او د هغوی په غوښتنه به دنده پرېږدي.

دی وايي:

"زه نه دې حکومت راوستلی یم او نه مې دا حکومت ایسته کولای شي. زه د کندهار د خلکو په غوښتنه راغلی یم او د کندهار د خلکو په غوښتنه به ځم، دا حکومت انتخابي نه‎دی چې مکتوبونه خلکو ته استوي، دا د یوه ائتلاف له مخې راغلی حکومت دی."

جنرال رازق دغه څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې څو ورځې مخکې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور له دندې څخه تر لیرې کېدو وروسته وویل چې د ملي یووالي حکومت د ده څخه وروسته غواړي د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له دندې لیرې کړي.

د بلخ پخوانی والي عطا محمد
د بلخ پخوانی والي عطا محمد

جنرال عبدالرازق دغه‌راز وویل چې له بلخ نه د عطا محمد نور پر لیرې کولو موافق نه‎دی او حکومت دغه کار د ګاونډي هېوادونو چې د ده په وینا له ترورېزمه ملاتړ کوي په غوښتنه کړی.

د جنرال عبدالرازق دغه څرګندونو ته تر اوسه حکومت ځواب نه‎دی ویلی.

خو تر دې مخکې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم پر اساس ویل شوي و چې پوځي منسوبین په سیاسي غونډو او سیاسي مسایلو کې د مداخلې حق نه‎لري.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG