د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

وزیري: فشارونه باید له ترورېزمه د پاکستان تر لاس اخیستنې دوام وکړي


په داسې حال کې چې د امریکا حکومت د ترورېستانو د پناه ځایونو په سر پر پاکستان فشار ته دوام ورکوي، د افغانستان دفاع وزارت وايي، تر څو چې د پاکستان په خاوره کې خوندي پناه ځایونه وي، د افغانستان جګړه پای ته نه رسېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، افغانان له متحدو ایالتونو غواړي چې پر پاکستان فشار ته تر هغه دوام ورکړي چې دا هېواد د ترورېستانو له ملاتړه لاس واخلي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي وویل:

"د افغانستان د جګړې د دوام اصلي علت په پاکستان کې خوندي پناه ځایونه دي چې په افغانستان کې د جګړې د دوام او ملاتړ لپاره په کې پلانونه جوړېږي، پیسې او وسلې ټولېږي او جګړه مار جلب و جذب کېږي."

پاکستان د افغانستان او امریکا تورونه په ځلونو رد کړي او ویلي یې دي چې دا هېواد په خپله د ترورېزم لوی قرباني دی.

د دفاع وزارت ویاند وايي چې افغان امنیتي ځواکونه په روان ژمي کې د دولت پر وسله والو مخالفينو هم فشار زیاتوي، څو په راتلونکي جنګي فصل کې د دولت له وسله والو مخالفينو څخه ابتکار واخلي.

وزیري وویل، د افغانستان او امریکا دفاع وزیرانو د چهارشنبې په شپه په دې موضوع خبرې وکړې.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جیمز مټېس د افغانستان له دفاع وزیر طارق شاه بهرامي سره په ټيليفوني خبرو کې وویل، امریکا به تر هغه د اسلام اباد پر ضد فشار ته دوام ورکړي چې د ترورېستانو مرکزونه په دغه هېواد کې له منځه تللي نه وي."

د امریکا دفاع وزیر له افغانستان سره د خپل هېواد د پوځي او سیاسي ملاتړ پر دوام هم ټینګار وکړ.

ده وویل، امریکا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ ده او د افغان ملي اردو د مډرن کېدو ملاتړ کوي.

مټېس دغه راز وویل چې امریکا به د افغانستان د هوايي ځواک ملاتړ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG