د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، مخکې تر دې چې په مارچ کې د روسیې د ولسمشرۍ انتخابات وشي، باید د اوکراین په ختیځ کې د ملګرو ملتونو یو وسلهوال سولهساتی ځواک جوړ شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په کیف کې خبریالانو ته وویل چې په اوکراین کې د سولې د ټینګښت لپاره د ملګرو ملتونو دغه وسلهوال ځواک جوړېدل باید د روسیې په انتخاباتو پورې تړلی نهوي.
زیګمار ګابریل نن پنجشنبه ویلي چې دا به د اوکراین د جګړې په سیمه کې یو پیاوړی مأموریت وي.
ګابرېل زیاته کړه جرمني او فرانسه به د دې ډول سولهساتي مأموریت وړاندیز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وکړي او هیلهیې وښوده چې دا مأموریت به د اوکراین په ختیځ کې یو تلپاتی اوربند ټینګ کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دا هیله هم وښوده چې دوی وکولای شي د روسیې تر ولسمشرۍ انتخاباتو دمخه د ملګرو ملتونو د دغه ځواک د جوړېدو لپاره یوه رښتونې او مناسبه ژمنه ترلاسه کړي.
نوموړي ویلي په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د ځواک د ځای پر ځای کولو خبرو کې باید د روسیې د انتخاباتو بحث دخیل نهوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په ختیځ کې یوازې پر هغو کرښو د ملګرو ملتونو د سولهساتي ځواک د ځای پر ځای کېدو ملاتړ کړی چې د بېلتونپالو تر کنټرول لاندې سیمه د اوکراین له پاتې برخې بېلوي.
کرملېن دغهراز له اوکراین سره د روسیې د پولې په هغو برخو کې هم چې د کیف تر کنټرول لاندې نهدي، د ملګرو ملتونو د وسلهوال ځواک د ځای پر ځای کېدو سره مخالفت ښودلی دی.
له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې چې په دغې سیمه کې ناکرارۍ پیل شوي څه باندې ۱۰ زره او ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
کیف ته د ګابرېل تر سفر څو ورځې دمخه واشنګټن اعلان وکړ چې دوی به له اوکراین سره د دفاعي وسلو په برابرولو کې مرسته وکړي، هغه پرېکړه چې مسکو یې په قهر کړ.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا لهخوا دا وسلې به یوازې د دفاعي اهدافو لپاره وکارول شي او جګړې به راونهپاروي.
په همدې حال کې جرمني پر اوکراین د امریکا د اضافي وسلو د پلورلو پرېکړه تر پوښتنې لاندې راوستې او وایي، جرمنان دې ته د شک په سترګه ګوري چې د وسلو انتقال دې وکولای شي ستونزه هواره کړي.
ټاکل شوې وه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن پنجشنبه له هغې کرښې لیدنه وکړي چې د اوکراین په ختیځ کې حکومتي ځواکونه او روسپلوه بېلتون غوښتونکي سره بېلوي، خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پاول کلیمکین پر خپل ټویټر لیکلي چې د خرابې هوا له کبله د زیګمار ګابرېل د سفر دغه برخه وځنډېده.
کلیمکین زیاته کړه دوی به د جنورۍ په وروستیو کې پر یوه بله نېټه دغه سفر له سره پلان کړي.