د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

افغان سوداګریزو مالونو ته د بازار موندنې په هدف نړیواله سروې ترسره کېږي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د افغانستان او امریکا ګډه سوداګریزه خونه افغان سوداګریزو مالونو ته د بازار موندنې په هدف نړیواله سروې ترسره کوي.

د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې سروې به د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې پیل او شااوخوا اته میاشتې وخت به ونیسي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۴» ازادي راډیو ته وویل چې د دغې سروې هدف له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا او عربي هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا او افغان سوداګریزو مالونو ته بازار موندنه ده.

صیام الدین پسرلی
صیام الدین پسرلی

نوموړي زیاته کړه:

"دا سروې له نړۍ په ځانګړې ډول له امریکا سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او هم په نړیوالو سوداګریزو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د ګډون او په ټوله کې د افغانستان سوداګریزو مالونو ته د بازار موندنې په هدف ترسره کېږي."

د افغانستان او امریکا ترمنځ ګډه سوداګریزه خونه په ۲۰۰۵ مېلادي کال کې جوړه شوې چې هدف‌یې د افغان سوداګریزو مالونو ملاتړ او دغه‌شان د افغانستان او امریکا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې دغې خونې تر اوسه په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان د سوداګریزو مالونو لپاره نړیوال نندارتونه جوړ کړي.

د دوی په خبره د امریکا او افغانستان ګډه سوداګریزه خونه هر کال په امریکا کې د تجارت د توصل کنفراس جوړوي او عموماً له امریکا سره د پانګونې د ودې، اعتماد جوړونې او د پانګونې د هڅونې په برخو کې د دغې خونې رول اغېزمن دی.

د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې ګډه خونه به د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې د افغانستان د سوداګریزو مالونو لپاره په دبۍ کې یو نړیوال نندارتون جوړ کړي.

د دغې خونې په اعلامیه کې راغلي، ګډه خونه په پام کې لري چې د همدې کال په اپرېل میاشت کې د امریکا په واشنګټن ښار کې هم دې ته ورته یو بل نندارتون جوړ شي.

د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان افغان سوداګریزو مالونو ته د نړیوال بازار موندنې هڅې یو فرصت ګڼي، ټینګار کوي چې افغان سوداګر باید د خپلو تولیداتو کیفت ته زیات پام وکړي.

د افغاني تولیداتو فابریکه.
د افغاني تولیداتو فابریکه.

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد تاج محمد اکبر ازادي راډيو ته وویل چې په بنسټیز اقتصاد کې مالونو ته بازار موندنه یو اصل دی، افغان سوداګرو ته په‌کار ده چې له کیفي پلوه نړیوال بازارونه خپل کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې له کیفي پلوه نړیوال بازارونه ډېر پرمختللي دي، افغان سوداګرو ته په‌کار ده چې د خپلو مالونو د تولیداتو کمیت او کیفیت دواړو ته زیات پام وکړي، څو نړیوال بازارونه ترلاسه کړي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د پخوا په پرتله د افغان سوداګریزو مالونو کیفیت ډېر ښه شوی دی.

د دغې خونې ویاند زیاتوي، دا مهال افغان سوداګریز مالونه ډېرو نړیوال بازارونو ته رسېدلي چې ورسره د افغانستان په صادراتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG