د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۴۲

د مشرانو جرګې نائب منشي: د پولیسو منسوبین د سیاسي تبصرو حق نه‎لري


په داسې حال کې چې د کندهار ولایت د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق په حکومت سختې نیوکې کړي، د مشرانو جرګې د اداري پلاوي يو شمېر غړي د نوموړي څرګندونې د قانون خلاف بولي.

د دې جرګې نایب منشي فيصل سمیع د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» ازادي راډيو ته وویل چې د پولیسو د منسوبینو دنده د قانون پلي کول دي، نه له قانونه سرغړونه.

که د استاد عطا او جنرال رازق په‌شان څېرو سره تفاهم ونه‎شي نو هېواد به د بربادۍ په لور ولاړ شي.

ښاغلی سمیع وايي، که د حکومتي چارواکو د دا ډول کړنو مخه ونه‎نیول شي، د هېواد راتلونکی به ډېر خطرناک وي.

دی وايي:

"د قانون له مخې د پولیسو منسوبین په سیاسي مسایلو کې د تبصرې حق نه‎لري، بلکه دنده يې د قانون پلي کول دي، که د استاد عطا او جنرال رازق په‌شان څېرو سره تفاهم ونه‎شي نو هېواد به د بربادۍ په لور ولاړ شي."

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق له دندې څخه د نوموړي د لېرې کولو په اړه د اوازو په غبرګون کې ویلي چې د حکومت په لاسلیک نه‎دی مقرر شوی او حکومت نه‎شي کولای دی له دندې لېرې کړي.

د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق
د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق

د کندهار امنیه قوماندان: دې حکومت نه‎یم ټاکلی او لیرې کولای مې هم نه‌شي

د کندهار امنیه قوماندان: حکومت مې له دندې نه‌شي لیرې کولای

ښاغلي رازق ویلي، نوموړی د کندهار د اوسېدونکو په غوښتنه راغلی او د هغوی په غوښتنه به دنده پرېږدي.

ده په کندهار کې یو شمېر رسنیو ته په خبرو کې د ملي يووالي حکومت ائتلافي بللی او خبرداری یې ورکړی چې د حکومت د مشرانو وروستۍ پرېکړې د هېواد په زیان دي.

له دې وړاندې د بلخ پخواني والي د حکومت له خوا د نوموړي استعقا منظوري نه ده منلې او ټینګار يې کړی چې د بلخ د والي په توګه به خپل کار ته دوام ورکوي.

جنرال عبدالرازق خپلې ګټې په خطر کې ویني.

د جنرال عبدالرازق دغه څرګندونو ته تر اوسه حکومت ځواب نه‎‎دی ویلی، خو له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کراتو ویلي چې پولیس له سیاسته لېرې دي او په سیاسي مسایلو کې د مداخلې حق نه‎لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په دې اړه ازادي راډيو ته له څه ویلو ډډه وکړه او ويې ویل چې د کورنیو چارو وزیر به په دې اړه خپل دریځ وروسته څرګند کړي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

بل خوا د سیاسي چارو کارپوه قدرت الله ځواک وايي، اوس چې جنرال عبدالرازق خپلې ګټې په خطر کې ویني، نو په دې پلمه خپل غږ پورته کوي.

دی وايي:

"کله چې د عبدالرازق په‌شان کسانو ګټې چې تر ډېره اقتصادي دي، په خطر کې لوېږي، نو په حکومت د فشار راړولو لپاره دا‌ شان مسایل مطرح کوي. "

ښاغلی ځواک وايي، که حکومت د دا شان کسانو د خودسریو مخه ونه نیسي نو نور حکومتي چارواکي به هم قانون تر پښو لاندې او حکومت به له ننګونو سره مخ کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG