د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، باور لري د «ايف. بي. ای» پخوانی رئیس او د امريکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د پلټنو مشر رابرټ مولر به ورسره عادلانه چلند وکړي.
له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ يوه مرکه د ډسمبر په اته ويشتمه نېټه خپره شوه.
په دې مرکه کې ټرمپ د امریکا د ۲۰۱۶مېلادي کال په انتخاباتو کې د روسيې د احتمالي لاسوهنې اړوندو تحقيقاتو په اړه اندېښمن نه ښکاري.
دغه تحقيقات وروسته له هغه پيل شول چې د امریکا د استخباراتي ادارو يو کال مخکې وويل چې روسیې هڅه کړې وه د ټرمپ مخالفه ډموکراټه کانديده هيلري کلېنټن دا انتخابات وبايلي.
او د دې پر وړاندي يې پر ټولنيزو رسنیو منفي پروپاګند کړی او د ډموکراټ ګوند د غړیو ايمېلونه یې هک کړي او خپاره کړي وو.
رابرټ مولر په خپلو پلټنو کې د ټرمپ د ټيم څلور غړي تورن کړي دي.
په دغو کسانو کې د ټرمپ د ملي امنيت سلاکار مایکل فلېن هم شامل دی چې «ايف. بي. ای» ته په درواغو ويلو تورن وپېژندل شو او اوس په دغو پلټنو کې مرسته کوي.
ټرمپ نيويارک ټايمز ته وويل چې له دې پلټنو سره امریکا بده ښکاري خو ده دا هم وويل چې له تحقيقاتو سره د ده پلويان نور هم پياوړي کړي دي.
د ټرمپ مدافع وکيل له اوونیو راهيسي وايي چې دوی تمه درلوده د مولر تحقيقات به ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
مولر په دې اړه څه نه دي ويلي چې تحقيقات به څومره موده وخت واخلي.
ټرمپ هم په دې اړه تایمز ورځپاڼې ته ويلي وو چې دی نه دی خبر دا پلټنې به څومره وخت واخلي.
ولسمشر ټرمپ خپله خبره تکرار کړې چې ډیموکراټانو د روسیې خبره له ځانه جوړه کړې ده.
دی وايي ډیموکراټان دا خبره د يوې بهانې په توګه کاروي چې ولې دوی انتخابات وبايلل.