نړۍ
د ټرمپ زوی پارلمان ته له معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړه
د امریکا د ولسمشر زوی ډونالد ټرمپ جونیر د هغه بحث په اړه چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې له روسانو سره د لیدو په اړه له خپل پلار سره کړی، د امریکا د پارلمان غړو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د تحقیقاتو په دوام، ډونالد ټرمپ جونیر تېره ورځ د امریکا د استازو جرګې د استخباراتو له کمېټې سره د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړې.
ټرمپ جونیر د خپل پلار د انتخاباتي کمپاین پر مهال له روسانو سره د لیدو په اړه معلومات نهدي ورکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت ځانګړي سلاکار رابرټ مولر هم د دغو لیدنو په اړه چې ویل کېږي په ټرمپ ټاور کې شوي، پلټنې کوي.
امریکایي چارواکي روسیه تورنوي چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې یې مداخله کړې ده، خو روسیه دا تورونه ردوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې ټرمپ وویل چې تر ټاکنو وروسته له ایران سره د سولې تړون کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې وویل چې په نومبر کې د امریکا تر منځمهاله ټاکنو وروسته به له ایران سره د سولې تړون وکړي.
ټرمپ دوشنبه ناوخته د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي ناستې ته په وینا کې که څه هم د تړون په اړه ډاډ څرګند کړ خو خبرداری یې ورکړ چې که د شخړې د پای ته رسولو لپاره کوم تړون ونه شي نو دی ایران له منځه وړی شي.
د ولسمشر ټرمپ د وینا لویه برخه د ایران په جګړې څرخیده او د دې تر څنګ چې ایران یې د ترهګرۍ لومړی تمویلونکی وباله ټینګار یې وکړ چې اجازه نه ورکوي دا هېواد هېڅکله اټومي وسله ولري.
د ټرمپ تر دې وینا مخکې د امریکا استازیو سټيف ویټکاف او جریډ کوشنر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي.
امریکا دا لیدنه رغنده بللې خو ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستې په باب یې د تهران شرطونه وړاندې کړل.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د هرمز تنګي او باب المندب په تړاو خبرې کړي
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلي په څنډه کې کتلي.
هغې ویلي چې له عراقچي سره یې د هرمز تنګي او باب المندب له لارې د کښتیو په ازادانه عبور او همداراز په ایران کې د اعدامونو په زیاتېدو خبرې کړي دي.
کایا کالاس له عراقچي سره د دې لیدنې یو عکس هم په ایکس پاڼه خپور کړی او لیکلي یې دي چې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره یې د امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډپلوماټیک لیدلوري او د هرمز تنګي د بشپړې پرانیستنې په باب بحث کړی.
تر دې مخکې د امریکا دوو لوړپوړو مرکچیانو او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازیو سټیف ویټکاف او جریډ کوشنر هم په نیویارک کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره درې ساعته لیدنه دایره کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا لیدنه رغنده بللې ده.
بخښنې سازمان: د عمران خان خپلوان او د تحریک انصاف غړي دې سمدستي خوشې شي
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان خپلوان او د تحریک انصاف ګوند غړي سمدستي خوشې کړي.
د دغه سازمان په وینا، دوی یوازې د کورنیو اړیکو، سیاسي تړاو او د اعتراضونو د پلانولو له امله په نښه شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ «د سنبلې په ۳۱مه» پر اېکسپاڼه لیکلي چې د عمران خان د کورنۍ د غړو او د تحریک انصاف ګوند د فعالانو په نښه کول د بیان د ازادۍ او سولهییزو غونډو د حقونو ښکاره سرغړونه ده.
دغه سازمان ویلي، دا ډول اقدامات په پاکستان کې د اوسنیو محدودیتونو د سختوالي ښکارندويي کوي.
د لاهور د پولیسو کمېشنر تېره یکشنبه د عمران خان د درېیو خویندو او د تحریک انصاف ګوند د یو شمېر فعالانو د نیولو حکم صادر کړ او هغوی د لاهور یوه زندان ته ولېږدول شول.
دغه نیونې داسې مهال ترسره شوي چې تحریک انصاف ګوند د راتلونکې شنبې په ورځ د اسلاماباد پر لور یو پراخ اعتراضي لاریون پلان کړی دی.
۷۲ کلن عمران خان له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دی.
هغه او مېرمنیې چې په یوه قضیه کې د فساد په تور هر یو پر ۱۷ کاله بند محکوم شوي، وايي چې پر دوی لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.
پر ایراني هوايي شرکتونو د امریکا له بندیزونو سره د چین مخالفت
یوه ورځ وروسته له هغې چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ وویل چې د ایران د ټولو هوايي شرکتونو فعالیتونه به د تلې له لومړۍ نېټې "په ټوله نړۍ کې بند شي"، د چین د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه اعلان وکړ چې له ایراني هوايي شرکتونو سره د واشنګټن له بندیزونو سره مخالف دی.
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون د سې شنبې په ورځ «د وږې په ۳۱مه» په یوه خبري غونډه کې وویل چې پیکېنګ د امریکا دا ډول بندیزونه "غیر قانوني" ګڼي او له لګولو سرهیې مخالفت کوي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ ویلي، که ایراني الوتکې په هوايي ډګرونو کې ښکته شي، نو هغوی ته د سونګ توکو ورکول او یا ورته د خدماتو وړاندې کول به منع وي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې ښايي هغه شرکتونه چې دغو الوتکو ته خدمات وړاندې کوي، د ډالرو له مالي سیستم څخه وایستل شي.
فرانسې په اروپا کې د میتان ګاز د نویو مقرراتو د یو کال ځنډ غوښتنه وکړه
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې د میتان ګاز د خپرېدو د راپور ورکولو په اړه د نویو مقرراتو پلي کېدل یو کال وځنډوي.
د روېټرز د راپور له مخې، مکرون اروپايي کمېسیون ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې د انرژۍ د عرضې د محدودیتونو په شرایطو کې د دغو مقرراتو پلي کېدل واردوونکي له قانوني خطرونو سره مخ کولای شي.
هغه وړاندیز کړی چې د دغو مقرراتو پلي کېدل د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې وځنډول شي.
ټاکل شوې دغه مقررات د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې پلي شي.
په دې سره به د وارداتي تېلو او ګازو په بارونو کې د میتان ګاز د خپرېدو کچه وڅارل او تصدیق شي او پر سرغړوونکو شرکتونو به جریمه ولګول شي.
اروپايي کمېسیون ویلي چې د مکرون وړاندیز به وڅېړي.
تر دې مخکې، د اروپايي ټولنې له ۱۲ څخه زیاتو غړو هېوادونو چې جرمني هم پهکې شامل دی او د اروپا تر ټولو لوی د ګازو بازار لري، د دغو مقرراتو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.
اروپايي کمېسیون په جولای میاشت کې د ۲۰۲۹ کال تر پایه د دغو مقرراتو اړوند مالي جریمې له ځنډولو سره موافقه کړې وه، خو د مقرراتو د پلي کېدو نېټهیې نهوه ځنډولې.
میتان ګاز له کاربن ډایاکسایډ وروسته د ځمکې د تودوخې د زیاتېدو دوهم لوی لامل بلل کېږي.
د امریکا د خزانې وزارت له خوا د ایران په هوايي شرکتونو تازه بندیزونه
د امریکا د خزانې وزارت د ایران پر ۲۷ هوايي شرکتونو بندیزونه اعلان کړل.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د ایران دغو سوداګریزو هوايي شرکتونو له ډېره وخته د ایراني رژیم ملاتړ کړی او د ایران سپاه پاسداران د وسلو او پرسونل د انتقال لپاره له دغو هوايي شرکتونو کار اخیستی.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ هم ویلي چې د دغو بندیزونو په اساس که ایرانۍ الوتکې په کوم هوايي ډګر کې کیني څوک تیل یا نور خدمات نه شي ورته وړاندې کولی که نه نو له ډالري سیسټم به لرې شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې د دې اقدام په وړاندې به مقاومت وکړي.
د امریکا له خوا د ایران په هوايي شرکتونو تر تازه بندیزونو وروسته په ځینو هېوادونو کې د ایران د هوایي شرکتونو د الوتنو د کمېدو راپور ورکړل شوی.
د ترکیې په مانیسا کې یوه بریدګر ۱۱ زده کوونکي په ډزو سره ټپیان کړي
په ترکیه کې د یوه ښوونځي مخته په ډزو کې لږ تر لږه ۱۱ زده کوونکي ټپيان شوي.
دا پېښه نن سهار د مانیسا ولایت په تورګوتلو سیمه کې شوې.
له ټپي زده کوونکو د دوو حالت نازک ښودل شوی.
ترکي چارواکو بریدګر د ښوونځي یو زده کوونکی بللی چې له سیمې تښتېدلی دی.
پولیس د بریدګر په لټه کې دي او د ښوونځي په شاوخوا کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
واشنګټن د جرمونو پر نړیوالې محکمې د پراخو بندیزونو لپاره چمتووالی نیولی
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د جرمونو پر نړیوالې محکمې د پراخو بندیزونو لپاره چمتووالی نیولی دی.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دوو باخبره سرچینو ویلي چې د بندیزونو طرحه چمتو شوې، خو د اعلان کره وختیې لا نهدی معلوم.
د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، ښايي په دې اړه پرېکړه په روانه اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ترڅ کې اعلان شي.
واشنګټن له هاګ مېشتې د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي چې د اسرائیلي مشرانو پر وړاندې د نیولو حکمونه او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه پخوانۍ څېړنه پای ته ورسوي.
امریکا تر دې مخکې د دې محکمې پر یو شمېر قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي دي.
د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې د جنګي جرمونو، نسلوژنې او بشریت ضد جرمونو د څېړنې او محاکمې لپاره جوړه شوې ده.
متحده ایالات د دې محکمې غړی نهدی.
د کرملېن تر کنټرول لاندې ګوند بریا؛ اروپايي ټولنې ټاکنې جعلي وبللې
روسي چارواکي وایي، د کرملېن تر کنټرول لاندې د "متحدې روسیې" ګوند په وروستیو پارلماني ټاکنو کې بېسارې بریا ګټلې، خو اروپايي ټولنې هغه "جعلي ټاکنې" بللې دي.
د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون ویلي چې "متحدې روسیې" نږدې ۵۸ سلنه رایې ترلاسه کړې او د پارلمان یا دوما د ۴۵۰ څوکیو له ډلې یې ۳۵۵ څوکۍ ګټلې دي.
د دوما لپاره دغه ټاکنې پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د بشپړ یرغل وروسته لومړنۍ ټاکنې وې چې د سپټمبر له ۱۸مې تر ۲۰مې نېټې پورې ترسره شوې.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د راپور له مخې د دغه بهیر په ترڅ کې چې له مخکې "ښه تنظیم شوی" و، رایه ورکوونکو کولای شول له څو هغو سیاسي ګوندونو څخه چې ټولیې د کرملېن لهخوا منظور شوي و، یو انتخاب کړي.
ټولو دغو ګوندونو د ولسمشر ولادیمیر پوتین بشپړ ملاتړ کاوه.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس پر خواله رسنیو کې دغه ټاکنې جعلي بللي او ویلي یې دي "دغه دوما ته په نوم ټاکنې د روسیې د ډیموکراسۍ لپاره یو بل ستر په شاتګ و".
د ټرمپ او پزشکیان احتمالي لیدنه؛ د تېلو بیې راښکته شوې
په نړۍ کې د تېلو بیې د دوشنبې په ورځ د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته راولوېدې چې وایي، روانه اوونۍ به د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شي.
د شمالي سمندر د برنټ اوومه تېلو بیه څلور سلنه راولوېده او د یوه بېرل بیهیې ۹۹ ډالرو او ۶۹ سنټو ته ورسېده.
د امریکا د وېسټ ټکزاس انټرمیډیټ تېلو بیه هم پنځه سلنه راټیټه شوه او د هر بېرلیې ۹۵ ډالرو او ۲۲ سېنټو ته ورسېده.
په نړیوال بازار کې د تېلو بیې داسې مهال راولوېدلې چې روانه اوونۍ به د نړۍ مشران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د خپلو ویناوو بهیر پیل کړي.
د راپورونو له مخې د دې احتمال شته چې د دې اسامبلې په څنډه کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم سره وګوري.
ټرمپ هم له یوې کورنۍ رسنۍ سره د دغې کتنې احتمال رد نهکړ.