د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۱

ارګ: افغانستان به ډېر ژر د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ له لارې وصل شي


د جمهور رئیس دوهم مرستیال وايي، افغانستان د سوداګرۍ لوی پلانونه طرحه کړي او ډېر ژر به د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ له لارې وصل شي.

د ځمکې، سمندر او اوس د هوايي دهلېز له لارې د افغانستان سوداګریزې راکړې ورکړې خوشبینۍ راپیدا کړې دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال محمد سرور دانش وايي، کوم پلانونه چې په سوداګرۍ او اقتصادي برخو کې په پام کې نیول شوي وو د عملي کېدو په حال کې دي او له هند سره د دوهم هوايي دهلېز پرانیستل کېدل هم د دغو پلانونو برخه ده.

سرور دانش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومي ۰۶» د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان-هند د هوايي دهلېز دوهمې برخې د پرانیستلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، هند له دوی سره ژمنه کړې ده چې د سوداګرۍ او افغاني تولیداتو پراختیا لپاره به په ممبی ښار کې نندارتونونه جوړ کړي.

سرور دانش
سرور دانش

نوموړي زیاته کړه:

"هوايي دهلېز له ټولو مهم دی چې نن‌یې د دوهمې برخې د پرانیستلو شاهدان یو. په دغې پالېسۍ کې د افغانستان پر صادراتو ټنیګار شوی دی. په دې برخه کې له هند سره زموږ اړیکې مهمې دي او موږ له ګاونډیو هېوادونو هم تمه لرو چې په خپلو سیاسي پالېسیو کې اقتصادي همکاري د یوه اصلي محور په توګه وټاکي او توجه ورته وکړي."

ښاغلی دانش زیاتوي چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا پر یوې برنامې کار کوي.

نوموړی وايي، له دغه دهلېز څخه د استفادې په لومړي پړاو کې به ۴۰ ټنه تازه مېوه د هند ممبی ښار ته انتقال شي.

د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلېز د روان هجري لمریز کال د جوزا په میاشت کې پرانیستل شو چې دغه ګام د افغان سوداګرو له هرکلي سره مخامخ شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې تر دې دمه د دغه هوايي دهلېز له لارې ۱۶۶ ټنه وچه مېوه هند ته انتقال شوې چې ارزښت‌یې ۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی په دې برخه کې د حکومت هڅې او د هند همکاري ستایي.

نوموړي چې د افغانستان او هند د هوايي دهلېز دوهمې برخې د پرانیستلو په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې د قزاقستان الماتا ښار ته به هم د افغاني توکو د لېږد لپاره ډېر ژر هوايي دهلېز پرانیستل شي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"له نېکه‌مرغه چې زموږ د مېوو بیه د نوې ډېلي په نسبت په ممبی ښار کې دوه برابره لوړه ده او زه له جمهور رئیس نه مننه کوم. دغه هوايي دهلېز به نه‌یوازې زموږ سوداګر تشویق کړي، بلکې باغ لرونکي به هم د حاصلاتو زیاتېدو ته وهڅوي. افغانستان سږ کال ۲۰۸۰۰۰ ټنه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره کړې او دا د دغه هېواد په تاریخ کې مخینه نه‌لري."

له بلې‌خوا د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیاله عادله راز د سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان سره د هند همکاري ستايي او ټینګار یې وکړ چې حکومت به په نږدې راتلونکي کې له نورو هېوادونو سره هم هوايي دهلېزونه رامنځته کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG