د روسیې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نږدې درې میاشتې پاتې دي او د دغه هېواد یو سیاسي فعال الکسي ناوالني هم غواړي چې ځان کاندید کړي.
د ناوالني مخه مخکې نیول شوې وه، خو دی اوس هیلهمند دی چې د انتخاباتو کمېسیون به د ده د کاندیدېدو ممانعت نهکوي.
د روسيې د اداري فساد ضد فعال او مخالف سياستوال الکسي ناوالني خپل اسناد د انتخاباتو مرکزي کمېسيون ته د یکشنبې په ورځ وسپارل.
دا هغه اسناد دي چې د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې د کانديد په توګه د ثبتېدو لپاره ورته اړتيا شته.
د یکشنبې په ورځ ناوخته په مسکو کې د دغو اسنادو تر سپارنې مخکې ناوالني د خپلو پلویانو یوې ډلې ته وویل چې له موږ پرته به دا انتخابات، انتخابات نهوي.
نوموړي زیاته کړه:
"روان کال موږ ټولو ولیدل چې د پوتین ملاتړ کم شوی، دا وضعیت په ټوله روسیه کې دی. له مسکوه ورهاخوا د دوی ملاتړ نور هم کم دی، د دې سربېره چې د ادارې له منابعو استفاده او بېپایه درواغ په ټلوېزیونونو کې روان دي، په هر حال، د دوی حمایت څوک نهکوي."
په جنايي جرمونو د محکومېدو له کبله د ٢٠١٨ میلادي کال په مارچ مياشت کې د جمهوري رياست ټاکنو ته د ناوالني له کانديدېدو سره مخالفت شوی، دی وایي چې د سیاسي انګېزې له مخې، دا پرېکړه شوې وه.
د ناوالني ملاتړو تر دې وروسته د روسیې په ۲۰ ښارونو کې لاریونونه وکړل او ناوالني د ۱۵ زره کسانو لاسلیکونه راغونډ کړل، تر څو د انتخاباتو د ادارو چارواکي د ده له کاندیدېدو سره مخالفت ونهکړي.
ناوالني نن دوشنبه په ټویټر کې دا پیغام خپور کړی چې د انتخاباتو مسؤل چارواکي د ده اسناد څېړي او غونډه یې کړې ده.
د انتخاباتو مرکزي کمېسيون چې د اسنادو قبلولو لپارهيې خپله کاري موده غځولې، پنځه ورځې وخت لري چې پرېکړه وکړي چې ناوالني د کانديد په توګه ثبت کوي که نه؟