د روسیې سیاسي اپوزسیون نن یکشنبه د ازادو انتخاباتو د ورځې په نوم په مسکو او د روسیې په نورو ښارونو کې، لاریونونه پلان کړي دي.
د روسیې د سیاسي اپوزسیون د مخکښې څېرې الکسي ناوالني ملاتړو او د فساد ضد فعالانو دغه لاریونونه تنظیم کړي دي.
د دغو لاریونونو اصلي تنظیموونکی د مسکو د ښاري شورا د مرستیال الیا یاشین دی چې د اپوزسیون د پخواني مشر بوریس نمڅیف متحد و.
دغه لاریونونه د هغو پراخو مظاهرو د کلیزې په مهال ترسره کېږي چې په ۲۰۱۱ کال کې د دوما د لانجمنو انتخاباتو په وړاندې چې هغه له درغلۍ ډک وبلل شول، راپورته شوې وې.
دا همداراز داسې مهال پلان شوي چې د راتلونکې مارچ په میاشت کې د ولسمشرۍ لپاره انتخابات ترسره کېږي او د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین هم ویلي چې بیا د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندیدوي.
نننیو لاریونونو ته تنظیموونکو د ازادو انتخاباتو د ورځې نوم ورکړی دی.
په مسکو کې دغه لاریونونه له دې سره سره چې محکمې پرې بندیز لګولی، ترسره کېږي، خو د هغه تنظیموونکي یاشین ویلي چې دی د ښاري شوراغړی دی او د لاریون لپاره اجازې ته اړتیا نه لري.
د هغه په وینا، وکیلان په ښار کې له مظاهرو پرته د جشنونو او محافلو د ترسره کولو لپاره اجازې ته اړنه دي.
الکسي ناوالني چې ۴۱ کلن دی او په تېره ډسمبرمیاشت کې یې اعلان کړی چې غواړي د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي، د نننیو لاریونونو ملاتړ کړی دی.
هغه په خپل ویبلاګ کې لیکلي چې د لاریون لپاره ډ ډسمبر۲۴ مه یوه ډېره ښه ورځ وه او موږ به د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر۲۴ مه په یاد را وړو.
ناوالني دغه راز د ۲۰۱۱ کال د مسکو د مظاهره کوونکو عکسونه هم ایښي دي.
دغه مظاهري د ۲۰۱۲ میلادي کال د می په ۶ مه د ولسمشرۍ د درېیمې دورې لپاره د پوتین د لوړې د پرځای کولو په درشل کې وځپل شوې.
په مسکو کې سلګونه مظاهره کوونکي ونیول شول.
داسې ښکاري چې ناوالني به له دې منع شي چې په رسمي ډول د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ځان کاندید کړي، ځکه جنایي دوسیه لري او مجرم پېژندل شوی دی.
نوموړي دا د دې هڅه بولي چې دی له انتخاباتو را وګرځوي.
هغه تېره اوونۍ د انتخاباتو لپاره خپله بشپړه تګ لاره اعلان کړه چې په هغې کې له فساد سره پرمبارزې او د پوهنې او روغتیا لپاره د زیاتې بودجې پرځانګړې کېدو ټینګار شوی دی.
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین چې د ډسمبر په ۶ مه یې اعلان کړی و چې د ۴ مې دورې لپاره به ځان کاندید کړي، د هغه محبوبیت او د قدرت کنټرول ته په پام سره چې د حکومت د منتقدینو په وینا، چارواکي د انتخاباتو کمپاینونه او نتیجه یې تنظیموي، سړی له مخکې د هغه د بریا نتیجه اخیستلای شي.
د چارو کاروپوهان وایي، پوتین لیوال دی چې په دغو انتخاباتو کې خلک پراخ ګډون وکړي او دی یې هم په پراخه کچه وګټي، ترڅو د ولسمشرۍ وروستۍ ۶ کلنه دوره کې له پیاوړي واک څخه برخمن وي.
د روسیې د اساسي قانون له مخې، ولسمشران نشي کولای چې له پرله پسې دوو دورو زیاته د ولسمشرۍ دنده مخ ته یوسي.