په کندهار کې یوې چاودنې پنځه کسان ووژل
د کندهار د میوند ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ چاودنې۶ پولیس وژلي ۵ نور یې تپي کړي دي. په دغه حمله کي چې مسوولیت يې وسله والو طالبانو منلی د امنیه قومندانۍ د ودانۍ ډیره برخه ویجاړه شوې او د امنیتي ځواکونو یو شمیر ټانکونه هم سوځیدلي. محمدصادق رښتینی د پیښې سیمې ته تللی او دا ويډيويي راپور يې رالیږلی دی.