د "څېړنې او پراختیا" په نوم یو بنسټ د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه مهمه ګڼي.
دغه بنسټ وايي، د دې لپاره چې د افغانستان د سولې پروسه عامه او له عمومي اجماع څخه راپورته شوې وي، باید د خلکو او په تېره بیا د ښځو نظر پهکې واخیستل شي.
د دغه بنسټ مسؤلینو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» د یاد بنسټ د ژورنال د درېیمې ګڼې د مطالبو د توضیح کولو پر مهال وویل، د دوی موندنې ښيي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه مهمه ده.
د "څېړنې او پراختیا" د بنسټ اجرائیه رئیسه مریم صافۍ وايي، په دغه ژورنال کې د سولې په پروسه کې د ښځو د ونډې اړوند، یو لړ تحلیلي مقالې راټولې شوې دي.
اغلې صافۍ وایي:
"د ژورنال په دې ګڼه کې ۹ مقالې راټولې شوي چې هره یوهیې د سولې د پروسې یوه اساسي ځانګړنه بیانوي، موږ ټینګار کوو چې دغه پروسه هر اړخیزه، دوامداره او له عمومي اجماع څخه رامنځته شوې او د خلکو او په تېره د ښځو نظر پهکې په پام کې ونیول شي."
مېرمن صافۍ هیله وښوده چې دغه ژورنال وکړای شي، د سولې په پروسه کې د ښځو د ونډې اخیستنې یوه ښه پیلامه وي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، په دغه ژورنال کې د ۱۳ لیکوالو مقالې خپرې شوي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به په دري او پښتو ژبو وژباړل شي او ټولو ولایتونو ته به ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې د افغان ولسمشر مېرمن رولا غني، د افغانستان د ښځو شبکې او د ملي شورا ځینو غړو هم د سولې په پروسه کې د ښځو پر ونډې ټینګار کړی دی.
اوس د افغانستان د سولې د عالي شورا په ترکیب کې ۱۷ ښځې شاملې دي.
همدا شان د سولې عالي شورا د دغه ژورنال د خپرېدو هرکلی کوي او وايي چې دغه مقالې به د سولې د پروسې له لارې د ستونزو په هوارولو کې اغېزمنې تمامې شي.
د افغانستان د سولې دعالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وايي، دغه ژورنال باید د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره، په دري او پښتو ژبو وژباړل شي.
اغلې سرابي وویل:
"ژورنال په هر صورت کې په هر اړخیزه توګه د سولې د عالي شورا له کار سره تړاو لري، که دا کار په څېړنه کې وي، که په مدني ټولنه او که د ملي اجماع په برخو کې وي، هیله ده چې دغه مقالې زموږ لپاره داسې لارښودې وي چې ستونزې ختمې کړو او سولې ته چې د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده، ورورسېږو."
په افغانستان کې د یوناما د د فتر استازی سکات سمیت چې په دغه ناسته کې حاضر و، د سولې په پروسه کې ېې د افغانستان د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ.
ده وویل چې د افغانانو دودونو ته په پام، دغه کار به په لومړي سر کې لږ څه ستونزمن وي، خو که هره ښځه په دغې پروسه کې لازمه برخه واخلي، د سولې له پروسې سره بهیې مرسته کړې وي.
راپور: خان محمد سیند