د کونړ د غازياباد ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د دې ولسوالۍ د قضا او څارنوالۍ مأمورین، معاشونه د دې ولسوالۍ اخلي، خو چارې په اسمار او اسعد اباد کې تر سره کوي او هملته اوسېږي.
دوی وايي، که یو څوک وسیقې جوړولو ته اړتیا لري، نو هغه به اسعد اباد او یا اسمار ولسوالۍ ته ځي.
د کونړ غازياباد، له مرکز اسعد اباد څخه شااوخوا ۶۰ کېلو متره شمال ختیځ لور ته د اسمار او ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ په غځېدلي سړک پرته ولسوالۍ ده چې اوسېدونکي یې وایي، له ډېرې مودې راهیسې يې ولسوالۍ کې قاضي او څارنوال په سترګو نهدي لیدلي.
د غازياباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي ابراهیم ازادي راډیو ته وویل:
"له کومې ورځې چې د غازياباد ولسوالي جوړه شوې، له هغې تر اوسه پهکې څارنوال او قاضي نهشته، که وي هم، په اسمار کې به وي، دلته د خلکو هېڅ ستونزې نهحل کېږي."
خلک وايي، د دوی د ولسوالۍ قاضي او څارنوال تش په نوم مقرر دي، تنخواګانې اخلي، خو د غازياباد په ځای په اسمار او یا هم په اسعد اباد کې دندې ترسره کوي چې دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
له دې ډلې وحیدالله وايي:
"اوسمهال په غازياباد کې قاضي او څارنوال وجود نهلري، قاضي په اسمار کې دی او څارنوال په اسعد اباد کې. د غازياباد او اسمار د ولسوالیو ترمنځ پر سړک امنیتي ستونزې ډېرې دي. خلک په لاره په اسانه تګ راتګ نهشي کولای، کوم کار چې په غازیاباد کې کېږي، هغسې په اسمار کې نهکېږي."
د نوموړې ولسوالۍ د کلیوالي شورا مشر عزیزالله وایي، په غازياباد ولسوالۍ کې قاضي او څارنوال نهشته، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
دی وايي، د یادې ستونزې په اړهيې د محاکمو ریاست ته ډېرې عریضې کړي، خو تر اوسهيې کومه نتیجه نهده ورکړې.
ښاغلي عزیزالله وویل:
"تقریباً موږ څو ځله محکمې ته ورغلي یوو، رسمي عریضې مو ورته کړي، ورنه مو د قاضي غوښتنه کړې چې غازياباد تهيې راولېږي، که چېرته زموږ زدهکوونکي یا بل څوک وثیقه جوړوي، د هغې لپاره به یا اسمار او یا هم اسعداباد ته ځي چې زیاتې پیسې پرې لګېږي، موږ هم په دې نهپوهېږو چې ولسوال او قوماندان شته، نو ولې قاضي او څارنوال نهشته."
د غازياباد اوسېدونکي وايي، په ولسوالۍ کې يې د حکومتي قاضیانو د نشتوالي په وجه ډېری خلک خپلې عریضې او شخړې د هواري لپاره وسلهوالو طالبانو ته وړي او همدا سبب دی چې حکومت سره د خلکو اړیکې کمزورې کېږي.
په کونړ کې د استېناف څارنوالۍ رئیس څارنیار عبدالاحد حیدري وايي، غازياباد او د چپې درې ولسوالیو لپاره څارنوالان موجود دي، خو په لاره کې د پرتو امنیتي ستونزو له امله په مرکز اسعد اباد کې د خپلو ولسوالیو په اړوندو قضیو کار کوي.
ښاغلي حیدري زیاته کړه:
"د څارنوالانو تګ راتګ د چپې درې او غازیاباد ولسوالیو ته مشکل دی او د سر خطر يې دی. بل هلته د څارنوالانو لپاره دفترونه نهشته، نو همدا وجوهات دي چې هلته څارنوالي نهده فعاله او د محکمو هم همدا حال دی. د غازياباد او چپې درې ولسوالیو خلکو ته چې کومې ستونزې پیدا کېږي، هغوی په مرکز کې ورته کار کوي او مشکلاتيې حل کوي."
په کونړ کې د استېناف محکمې رئیس جمالالدین ازادي راډیو ته وویل، په غازياباد ولسوالۍ کې پخوا یو څه ستونزې موجودې وې، خو اوس حل شوې دي.
نوموړی وایي:
"د غازياباد په اړه پخوا یو څه ستونزې ځکه موجودې وې چې د یادې ولسوالۍ لپاره قضایي پرسونل نهو منظور، موږ دغه مشکل قاضيالقضات سره شریک کړ، هغه ورته قضايي پرسونل په دنده وګماره، اوس ستونزه حل ده او هغوی په خپل ځای کې وظیفه اجرا کوي."
د محکمې رئیس وايي، د ټولو امنیتي او یو شمېر ناامنو ساحو دوسيې او عریضې دوی ته راوړل کېږي او محکمهيې په ډېر دقت سره څېړې چې همدا څېړڼهيې د ځنډ سبب کېږي.
دا یوازې کونړ نهدی چې په یو شمېر ولسوالیو کې يې یاده ستونزه موجوده ده، بلکې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم قاضیان او څارنوالان د امنیتي مشکلاتو د شتون په وجه، خپلو اړوندو ولسوالیو کې دندو ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي او ترڅو چې امنیت ښه شوی نهوي، دغه مشکل به په خپل ځای پاتې وي.
راپور: روحالله انوري