د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۲

رویا، هغه څوک چې د کیسې په اورېدو یې، زړه څړیکې کوي!


د غور په یوه خصوصي روغتون کې د یوې ناروغې ماشومې تور بخت څوک ژړوي!

د هغې مخ، لاسونه او پښې پړسېدلي دي، بدن‌یې داغ داغ او خوږمن دی، سترګې یې له غمه ډکې دي، مأیوسه او حیرانه د خپل کټ تر څنګ ولاړو ډاکترانو او نرسانو ته ګوري، ښايي لا هم باور نه‌شي کولائ چې څه ورسره شوي دي.

دغې ناروغې کوچنۍ که پر انساني ترحم او درناوي باور بایللی وي، ښايي د حیرانۍ وړ نه‌وي.

ازادي راډیو د هغې د امنیت په خاطر لازمه وبلله چې د هغې د نوم له خپرولو ډډه وکړي او د دې راپور لپاره د رویا نوم ورته غوره کوي چې نوموړې د غور د دولینه ولسوالۍ اوسېدونکې ده.

رویا په ۹ کلنۍ کې واده شوې او د خسر په کور کې داسې ظلمونه ورسره شوي چې په اروېدو یې د چا زړه څړيکې کوي.

رویا
رویا

رویا وایي:

"له سهاره تر ماښامه به‌یې پر ما کار او خدمت کاوه، وهلم‌یې، په سیخونو یې سوځولې یم، د خپل سپي ډوډۍ به‌یې ما ته راکوله."

رویا د کلي خلکو په یوه غار کې موندلې وه.

د هغې یوه خپلوان سخي داد چې دا یې روغتون ته رسولې، ازادي راډیو ته وویل چې رویا د هغې خسرګنۍ کلي ته نږدې، د یوه غره په غار کې اچولې وه او درې ورځې وروسته کلیوال ورباندې خبر شوي وو.

سخي داد د ازادي راډیو خبریال ته چې د رویا د لیدو لپاره روغتون ته ورغلی و، ویلي چې د ماشومې رویا پر کوچني بدن ۱۵۰ زخمه ګڼل شوي دي.

د رویا مرسته کوونکې خپلوان سخي داد
د رویا مرسته کوونکې خپلوان سخي داد

سخي داد زیاته کړه:

"له ماشومې سره‌یې ډېر ظلم کړی، حیا دې وي، په شرم ځای کې یې په لرګي وهلې، بدن‌یې ټول له داغونو او د سوځېدو له نښو ډک دی."

په غور کې د خصوصي روغتون ډاکتران وايي، له دې ماشومې سره داسې غیر انساني چلند شوی چې د باور وړ نه‌دی.

ډاکترې شیما د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د رویا د صحت په اړه ډېر ډاډ نه‌لري.

د دولینه ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست بسم‌الله صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د رویا خواښې، خسر او مېړه‌یې نیولي او د پلټنو لپاره‌يې د غور مرکز ته استولي دي.

رویا په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو پر ضد د روان تشدد او زور زیاتي د ډېرو نورو قربانیانو په څېر، له حکومته غوښتنه وکړه چې انصاف ورسره وکړي.

رویا اوس ۱۲ کلنه ده.

XS
SM
MD
LG